د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د موټر چلولو نوی لايسنس اخیستل؛ د بهر مېشتو افغانانو یو لوی سرخوږی


له ارشیفه د یوه افغان موټر چلوونکي تصویر
له ارشیفه د یوه افغان موټر چلوونکي تصویر

په بېلابېلو بهرنيو هېوادونو کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي چې په کوربه هېوادونو کې د دوی لايسنس يا د موټر چلولو جواز د اعتبار وړ نه دی.

دوی وايي چې د خپلو ورځنيو کارونو د ترسره کولو لپاره موټر او د لېږد رالېږد وسیلو ته اړتیا لري، خو د موټر چلولو جواز د ترلاسه کولو لپاره باید په کوربه هېوادونو کې د نظري او عملي زده کړو کورسونه له سره ووايي.

د دوی په وینا، په کوربه هېوادونو کې د موټر چلولو د جواز د ترلاسه کولو پروسه ډېرو پیسو او وخت ته اړتیا لري.

فرزانه چې اوس په کاناډا کې ژوند کوي وايي، د دې د افغانستان د موټر چلولو جواز په کاناډا کې اعتبار نه لري.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

" د افغاني لايسنسونو یوازېنۍ ګټه دا ده د مثال په توګه: تاسو کولی شئ دلته د جواز لپاره غوښتنه وکړئ او دوی به تاسو ته ډېر ژر لایسنس درکړي، که نه نو د افغاني جواز په درلودلو سره تاسو دلته موټر نه شئ چلولی او د افغانستان لايسنس نه شئ کارولی."

په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د موټر چلولو لایسنس ته اعتبار نه ورکول کیږي
په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د موټر چلولو لایسنس ته اعتبار نه ورکول کیږي

په فرانسه کې یو افغان کډوال حبیب الله په کوربه هېواد فرانسه کې د شخصي موټرو د اهمیت او په دغه هېواد کې د موټر چلولو د جواز ترلاسه کولو د ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د خلکو لپاره یوه سخته ستونزه ده کله چې کورنۍ ولرې يا خپلوانو کره ځې يا له هغه بغير کار ته ځې باید موټر ولرې، هرڅوک ورته اړتیا لري، دلته فرانسه کې د موټر چلولو جواز ترلاسه کول، ډېر وخت نیسي. لږ تر لږه یو کال، په لږو پیسو لايسنس نه شي ترلاسه کیدی، لږترلږه له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ (یورو) مصرف پرې کیږي."

که څه هم په اکثرو هېوادونو کې له عامه ترانسپورت څخه د خلکو ګټه اخیستنه ډېره ده، خو عام باور دا دی چې د شخصي موټرو تګ راتګ لږ وخت نیسي او ډېرې اسانتیاوې لري.

تر اوسه په بهر کې د افغانانو د کوربه هېوادونو له خوا د افغانستان د موټړ چلولو د لايسنس د نه اعتبار د لامل په اړه رسمي څه نه دي ويلي.

بهرنیو هېوادونو ته تللي افغان کډوال د موټر چلولو د نوي لایسنس اخیستل یوه لویه ربړه ګڼي
بهرنیو هېوادونو ته تللي افغان کډوال د موټر چلولو د نوي لایسنس اخیستل یوه لویه ربړه ګڼي

خو د هرات د ترافيکو ریاست د موټر چلولو د لايسنس پخوانى مسوول سيد ګلاب شاه وايي چې د افغانستان د موټر چلولو نړيوال جواز په څو ژبو دى او بايد په ټولو هېوادونو کې د اعتبار وړ وي.

ګلاب شاه زياتوي چې د جعلي جوازونو په ګډون چې په ځينو ګاونډيو هېوادونو کې جوړېږي له امله یې په ځینو هېوادونو کې د افغان نړیوال موټر چلولو جوازونو خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

هغه وویل:

"زه فکر کوم چې که د افغانستان د موټر چلولو جوازونه په ځینو هېوادونو کې د منلو وړ نه وي، لامل يې یا د هغه هېواد د خلکو او چارواکو نه بلدتیا ته ده ورسره او یا هم د جعلي جوازونو موضوع ده چې په ځینو ځایونو کې جوړ شوي."

په ایران کې يو افغان اوسیدونکی غلام اصغر افغان ادعا کوي چې په دغه هېواد کې د افغاني نړيوال بار وړونکو موټرچلولو له جواز پرته د نورو موټرو جوازونه د اعتبار وړ نه دي.

هغه په ایران کې د افغان موټر چلولو جواز د بى اعتبارۍ لامل داسې ښيي:

"دلته یوازېنۍ خبره دا ده چې کیدای شي دا په مختلفو لارو، د پیسو یا واسطې له لارې اخیستل شوي وي، یا جعلي وي، یا ښايي شخص د موټر چلولو وړتیا ونه لري."

هغه مسله چې په جرمني کې یو افغان کډوال یې هم وايي.

تازه بهر مېشتي افغان کډوال وایي چې عامه ترانسپورت نه استفادې ګڼو ستونزو سره مخ کړي
تازه بهر مېشتي افغان کډوال وایي چې عامه ترانسپورت نه استفادې ګڼو ستونزو سره مخ کړي

د هرات اوسېدونکی احمد ادعا کوي چې څو کاله وړاندې یې د پېژندنې پر بنسټ د موټر چلولو جواز ترلاسه کړ.

احمد زیاتوي:

"څو کاله مخکې مې د لايسنس سند ترلاسه کړ، زده کړې مې نه وې کړې، خو موټر مې درلود، ازاد کاروبار مې کولو، يو اشنا مې چې د ترافيکو په مديريت کې و، د موټړ جواز یې راته واخیست".

موږ په افغانستان کې د موټر چلولو د لایسنس اخیستلو د شرایطو او په راپور کې د نورو یادو شویو موضوعاتو په اړه د طالبانو حکومت د ترافيک د عمومي رئیس د سکرتر، نجات نواز په ګډون د دغه ریاست چارواکي وپوښتل خو دوی د راپور تر خپرېدو یې زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې.

په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال په ځانګړې توګه هغه کسان چې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستانه وتلي، وايي چې په افغانستان کې يې ټولې تجربې او زده کړې په کوربه هېوادونو کې صفر دي او بايد د خپل مسلک او کار په ګډون د ژوند ټولې چارې له سره پيل کړي.

XS
SM
MD
LG