د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

ډیجیټال ژورنال: فرانسه له خطر سره د مخامخو افغان ښځو پناه ورکولو ته دوام ورکوي


فرانسې ته لېږدول شوې یو شمېر افغان پناه غوښتونکې
فرانسې ته لېږدول شوې یو شمېر افغان پناه غوښتونکې

ډیجیټال ژورنال ورځپاڼې فرانسې ته د هغو پنځو افغان ښځو د لیږدولو په اړه یو مطلب خپورکړی، چې ویل شوي د طالبانو له خوا ګواښل شوي.

د فرانسپرس اژانس په دې مطلب کې چې دې ورځپاڼې پرون دوشنبې خپورکړی، د یوه چارواکي له قوله ویل شوي چې ټاکل شوې دغه پنځه افغان میرمنې د دوشنبې په ورځ فرانسې ته ورسیږي.

د فرانسې د کډوالو د چارو د ادارې مشر دیدیر لیشي Didier Leschi دې اژانس ته ویلي، دغو ښځو ته د ولسمشر د امر له مخې ځانګړې پاملرنه ځکه شوې، چې دوی په افغاني ټولنه کې مهم موقفونه درلودل یا یې له لویدیځوالو سره له نژدې همکاري کړې وه او د طالبانو له خوا ورته ګواښ شوی و.

هغه ویلي چې دغه پنځه میرمنې به د دوشنبې په ورځ فرانسې ته ورسیږي.

په ډیجیټال ژورنال ورځپاڼه کې وړاندې لولو چې په دغو ښځو کې د پوهنتون د مشرتابه یوه پخوانۍ مرستیاله، د یوې نادولتي موسسې سلاکاره، د ټلویزیون یوه پخوانۍ ویانده او په کابل کې د یوه پټ ښوونځي ښوونکې شاملې دي.

دغه راز ویل شوي چې له یوې سره یې درې ماشومان هم ملګري دي.

د فرانسې د کډوالو د چارو د ادارې د مشر ښاغلي لیشي په وینا د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسیدلي دغو ښځو نشوای کولای چې له افغانستانه د هوا له لارې لویدیځو هیوادونو ته لاړې شي.

دوی ګاونډي هیواد پاکستان ته تللې او هلته یې د موقت وخت لپاره پناه اخیستې او له هغه ځایه فرانسوي چارواکو فرانسې ته د دوی د سفرچارې تنظیم کړي دي.

د هغه په وینا، د ورته ځانګړنو لرونکو نورو افغان ښځو د ایستلو پروسه به دوام وکړي.

ډیجیټال ژورنال وړاندې لیکي، طالبانو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې له شریعت څخه د خپل تفسیرله مخې سخت محدودیتونه لګولي، چې ښځې یې ډیرې اغیزمنې کړي.

د ښځو په وړاندې د طالبانو سخت چلندونه ملګروملتونو له جنسیتي توپیرپالنې یا جنسیتي اپارټایډ سره ورته بللي دي.

ایور ایشیا ریویو خپرونې په یوه لیکنه کې په افغانستان کې لوږې ته پام اړولي او ليکي، نږدې شل میلیونه افغانان یعنې د دې هیواد د وګړو نیمایي یې له لوږې سره مخ دي او ښايي دا هېواد راتلونکې ژمی له سختې قحطۍ سره مخ شي.

ایورایشیا ریویو لیکي، د ډله ایزې لوږې د مخنیوي یوازینۍ لارداده چې پرافغانستان واکمن طالبان او لویدیځ قدرتونه دې هیواد ته د مرستو جریان کنټرول او په خپلو کې همکاري وکړي.

د خپرونې په لیکنه په دې ډول په تېر ژمي کې د ناورین مخه ونیول شوه. خو خپرونه په دې برخه کې د ځینو ستونزو یادونه هم کوي او لیکي، دواړه لوري له یوه دریدلي حالت سره مخ دي.

لویدیځ قدرتونه له طالبانو غواړي چې د ښځو پرحقونو لګول شوي محدودیتونه لري کړي او طالبان بیا له لویدیځو قدرتونو پردوی د لګول بندیزونو د لیرې کیدو غوښتنه کوي او هم ترې غواړي چې دوی په رسمیت وپیژني.

ایروایشیا ریویو وړاندې لیکي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د خوراکي موادو خوندیتوب ورځ تربلې بدتره کیږي، پرلویدیځودولتونواو طالبانوبه هم فشارونه زیات شي.

د خپرونې په لیکنه، د افغانستان د وګړو تر ټولو اساسي خوراکي اړتیاوې باید په کندهار، واشنګټن یا بروکسل کې د جوړو شویو پالیسیو یرغمل نه شي.

XS
SM
MD
LG