د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

عرب نیوز: د افغانستان ملکه ثریا: تر خپل وخت مخکې ښځه


یو شمېر بهرنۍ ورڅپاڼې
یو شمېر بهرنۍ ورڅپاڼې
  • د 'فرانس ۲۴' ټلوېزیوني چاینل

د 'فرانس ۲۴' ټلوېزیوني چاینل په شمول د فرانسې ګڼو نړیوالو رسنیو د هغو طالب بندیانو د خلاصون په اړه لیکنې خپرې کړي چې د فرانسوي اتباعو پر وژلو محکوم شوي وو.

دا رسنۍ وايي، افغان چارواکو د نورو بندیانو ترڅنګ ضیا احمد او عبداالله غلام دستګیر هم خوشې کړي چې بیتینا ګوسلارد یې وژلې ده.

دې ښځې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ لپاره کار کاوه. هغه د بشري مرستو لپاره افغانستان ته تللې وه.

د فرانسې حکومت د هغو کسانو له خلاصون سره پر کلک مخالفت ټینګار کړی چې د فرانسوي اتباعو پر ضد د جنایت په خاطر محکوم شوي دي.

د فرانسې ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر له خپلو افغان سیالانو سره په خپلو وروستیو ټیلیفوني خبرو کې دا موضوع په زغرده یاده کړې ده.

فرانسوي مطبوعاتو لیکلي چې فرانسه د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو هغوی باید په افغانستان کې د ترورېزم او جګړې د قربانیانو ګټې او حقونه په پام کې ونیسي. دا د افغانستان د اوږدمهال ثبات او د ټولو د امنیت لپاره ضروري شرطونه دي.

  • عرب نیوز

عرب نیوز ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې: 'د افغانستان ملکه ثریا: تر خپل وخت مخکې ښځه' له بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د ګټونکي پاچا امان‌الله خان د مېرمنې عکس خپور کړی دی.

په دې لیکنه کې د ملکه ثریا د زوکړې، واده، له افغانستانه د مهاجرت او مړینې نېټې او د هغې د ژوند په اړه جزئیات راغلي.

عرب نیوز وايي، ملکه ثریا په هغه وخت کې له نارینه‌وو سره د یو شان شرایطو غوښتنه کوله چې اوس هم افغانستان ورسره واټن لري.

په دې هېواد کې د ۷ او ۱۵ کلونو ترمنځ نږدې ۴ میلیونه ماشومان له زده‌کړو محروم دي چې لویه برخه‌یې د نجونو ده.

عرب نیوز د ملکه ثریا په اړه لیکي، دا په جلاوطنۍ کې وزېږېده او په جلا وطنۍ کې یې ساه ورکړه.

د عرب نیوز پر اساس، ملکه ثریا لومړنۍ افغانه ښځه او ملکه وه چې د ښځو د پرمختګ، تعلیم او حقونو لپاره‌یې کار وکړ.

عرب نیوز زیاتوي، په ۱۹۲۶ م کال د افغانستان د خپلواکۍ په اوومه کالیزه کې ملکې ثریا هیجاني او الهام ورکوونکې وینا وکړه، ویې‌ویل "خپلواکي زموږ ټولو ده ... فکر کوئ زموږ هېواد یوازې د نارینه‌وو خدمت ته اړتیا لري؟ ښځې هم باید هماغسې چې د اسلام په سرکنیو وختونو او د افغانستان په پخوا وختونو کې یې رول لرلی، خپله ونډه ولوبوي. موږ ټولو ته په‌کار ده چې تر وسه وسه علم ترلاسه کړو."

د دې تر څارنې لاندې د امان‌الله خان په پاچاهۍ کې په افغانستان کې لومړنی ښوونځی په ۱۹۲۱ م کال جوړ شو.

خو اوس له هغه وخته ۱۰۰ کاله وروسته افغانان پر سولې غږېږي او په دې خبرو کې یې یوه توده موضوع د ښځو په حقونو او تعلیم پورې تړلې ده.

XS
SM
MD
LG