د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

فارن پالېسي: ایراني ځواکونو یوه افغانه له دې هېواده شړلې


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • فارن پالېسي

فارن پالېسي مجلې په خپله اخري ګڼه کې په ایران کې د افغان کډوالو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده او په پیل کې يې د ۴۸ کلنې زهرا ژوند ته کتلي دي.

په مقاله کې راغلي، دا افغانه او مېړه‌یې ۳۰ کاله مخکې په افغانستان کې د جګړو له کبله ایران ته کډوال شوي وو.

دې فارن پالېسي مجلې ته ویلي چې په ۱۳ کلنۍ کې يې واده کړی او لږ وروسته له مېړه سره د ښه ژوند په لټه ایران ته لاړه.

زهرا د ۱۲ او ۱۷ کلونو ترمنځ درې اولادونه لري او مېړه‌یې مړ شوی دی.

فارن پالېسي مجلې ليکلي چې ایراني پولیسو دغه مور او کوچنیان‌یې له مجلې سره تر خبرو دوه ورځې مخکې نیولي دي.

زهرا ویلي چې په یوه واده کې د ګډون لپاره مشهد ته روانه وه چې پر لاره ونیول شوه.

دې ویلي چې د دې او کوچنیانو مهاجر کارتونه‌یې باطل شوي او دوی ته د خپلې دفاع زمینه نه‌ده برابره شوې.

دغې افغان ښځې همداراز ویلي چې د ایران امنیتي ځواکونو ته‌يې ویلي چې افغانستان ته‌یې بېرته ونه‌لېږي، خو هغوی یې غوښتنه ونه‌منله.

دې اوس په سرحدي ښار اسلام قلعه کې د کډوالو لپاره په یوه لوی سالون کې له فارن پالېسي مجلې سره خبرې کړې دي.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې تېر میلادي کال له ایرانه په داوطلبانه توګه تر څلورنیمو لکو زیات افغانان بېرته هېواد ته تللي.

د فارن پالېسي مجلې په لیکنه، له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې چې د افغانستان وضعیت مخ پر خرابېدو شو، ګڼو افغانانو د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د تګ هڅې کړي او ایران ته د افغانانو له ورتګ سره له دې هېواده د مهاجرو د ایستلو بهیر هم سرعت وموند.

  • یوناما وېب‌پاڼه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما پر خپله وېب‌پاڼه د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د دې ادارې د هڅو په اړه لیکلي دي.

په مقاله کې راغلي چې د یوناما په ملاتړ په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې یو شمېر غونډې جوړې شوې چې دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون په‌کې وکړ.

خپرونې د یوه قومي مشر عظیم خان سمندر له قوله لیکلي چې وايي، افغانان له یو بل سره پر مخالفتونو سربېره د سولې په برخه کې په یوه نظر دي او دوی ټول سولې ته تږي دي.

مقاله اشاره کوي چې په افغانستان کې علما د ټولنې د اخلاقي معیارونو په ټاکلو کې مهم رول لوبوي، پر ټولنه او افرادو نفوذ لري او د سولې په برخه کې منځګړیتوب کوي.

د یوناما په راپور کې راغلي چې د افغانستان په جنوب کې د کندهار د یوناما دفتر یو شمېر غونډې جوړې کړې چې د ځايي رسنیو له لارې د هلمند او کندهار ولایتونو تر یو نیم میلیونه اوسېدونکو پورې ورسېدې.

همداراز په هلمند ولایت کې د سولې د هغې جرګې یادونه شوې چې په‌کې له بېلابېلو ولسوالیو څخه ۳۰۰ دیني عالمانو ګډون کړی وو.

د مقالې په پای کې راغلي چې یوناما د دا ډول غونډو له لارې غواړي د افغانانو ترمنځ پر مهمو موضوعاتو خبرو ته زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG