د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۷

د کابل چاپ ورځپاڼو د سولې او اوربند په اړه تبصرې کړي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان د سولې په ځانګړې توګه د اوربند په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • اصلاح

د اصلاح دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، له اوربند پرته سولې ته رسېدل ممکن نه‌دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، امریکايي چارواکو او طالب استازو له تېر یو کال خبرو داسې معلومېږي چې له اوربند پرته د سولې هر ډول خبرې مثبته پایله نه‌ورکوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور له اوربند پرته د سولې هر ډول خبرې چې په جریان کې یې تاوتریخوالی رامنځته شي، د سولې د خبرو سبوتاژ حتمي کوي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، که چېرې د خبرو په پیل کې اوربند وشي، دواړه غاړې د سولې خبرو ته جدي اراده ښکاره کوي، په سوله د خلکو هیلې او باور زیاتېږي او بالاخره په کم وخت کې د سولې مذاکرات ښې پایلې ورکولای شي.

  • انیس

بلې دولتي ورځپاڼې انیس هم په خپلې سرمقاله کې د اوربند په اړه تبصره کړې ده.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب چارواکو ترمنځ په قطر کې د اوربند او بین‌الافغاني مذاکراتو د پيل په اړه خبرې روانې دي.

د سرمقالې لیکونکی ټینګار کوي، که طالبان ځانونه افغانان بولي، د هېواد او ولس د ښېګڼې لپاره اراده لري، د هېواد خپلواکۍ په اړه فکر کوي، نو اوربند ته دې غاړه کېږدي.

  • دنیا

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، د امریکا او ایران ترمنځ روان کړکېچ به د افغانستان د سولې په بهیر اغېز ونه‌لري.

په سرمقاله کې په افغانستان د ناټو د ملکي استازي له قوله ویل شوي، افغانستان له بل هر وخت زیات سولې ته نږدې شوی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکېچ به د افغانستان د سولې بهیر متأثر نه‌کړي، ځکه د افغانستان سوله د سیمې هېوادونو په ګټه ده او د روانو کړکېچونو له حل سره مرسته کوي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، اوربند د سولې په مذاکراتو کې د طرفینو ترمنځ باور لا زیاتوي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې، تر اوسه معلومه نه‌ده چې طالبان اوربند مني او کنه؟ خو جوته خبره ده چې هېڅ اړه هم د افغانستان مسئله له پوځي لاندې نه‌شي هوارولای.

د سرمقالې لیکونکی، د افغانانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په پيل او د اوربند په مسئله ټینګار کوي او وايي چې دغه مسئله د ټولو افغانانو د قبول وړ خبره ده.

XS
SM
MD
LG