د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

سرخط: په سولې شورا کې لاهم سلګونه کسان له کار پرته معاشونه اخلي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په قطر کې د سولې روان بهېر او د ټاکنیزو شکایتونو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې د قطر خبرې ولې معلقې درېدلې دي؟

دغې ورځپاڼې د پخواني طالب چارواکي مولوی عبدالسلام ضعیف له قوله لیکلي، د سولې چوکاټ تل ماتېدونکی دی، د بې اعتمادۍ او بې شمېره خصمانه کړنو له کبله یې هر وخت د مختل کېدو امکان موجود دی.

وړاندې راغلي، مولوی عبدالسلام ضعیف دا خبرې داسې مهال کوي، چې یو شمېر سرچینې وايي، طالبان د اوو ورځو په جریان کې په لویو ښارونو کې د تاوتریخوالي په کمولو سلا شوي دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا د سولې وزارت په تړاو لېکنه کړې ده.

وړاندې راغلي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت له جوړېدو سره هممهاله داسې انګېرل کېده چې ښايي ولسمشر د سولې عالي شورا چې له کلونو راهیسې په کي سلګونه کسان لوړ لوړ معاشونه اخلي خو د کار پایله درک نه لري، لغوه اعلان کړي خو داسې ونه شول او په دغه شورا کې لاهم سلګونه کسان له کار پرته معاشونه اخلي.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، که څه هم د سولې شورا تشکیل ته په کتو هېڅکله هم د دغې شورا موجودیت ته اړتیا نه وه خو اوس چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړ شوی، ولسي جرګې یې تشکیلات او نور موضوعات تایید کړي او داسې ښکاري چې له شورا به ګټور تمام شي.

د سرمقالې په نتیجه ګیرۍ کې راغلي، اوس چې د سولې خبرې اترې یوه مهم پړاو ته رسېدلي دي او ښايې په راتلونکي کې مخامخ بین الافغاني خبرې اترې هم پیل شي نو اړتیا ده چې دغې پروسې ته د یوه واحد او مشخص ادرس له لارې ورننوتو لپاره د سولې عالي شورا لغوه او پرځای ېې د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر ظرفیت کار وشي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، د ټاکنو وروستۍ برخلیک ټاکونکې پایلې دې ژر تر ژره اعلان شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان د ټاکنو او دغه راز د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو خپلواک کمېسیونونه د ولسمشریزو ټاکنو وروستیو پایلو د اعلانولو لپاره دټاکنو د قانون او داسې نورو ټاکنیزو طرازالعملونو او مقرراتو له مخې باید له خپل ورکړل شوي اسقلالیت، صلاحیت، جدیت او قاطعیته کار واخلي او هېڅ کومې ټاکنیزې ډلې او زورواکي ته اجازه ور نه کړي چې د خپلې خوښیې کاندید او یا له نورو کاندیدانو سره د ناوړو جوړښتونو له مخې په شکایتونو کې لاس وهنې وکړي.

د سرمقالې په باور ،که چیري په دغو شکایتونو کې لاسوهنې وشي نو دا به افغان ولس په وړاندې یاد کمیسیون باور ټکنی کړي.

XS
SM
MD
LG