د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

وال سټریټ ژورنال:د افغان ښځو د توانمندۍ پروګرام خپل هدف ته نه دی رسیدلی


  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغان ښځو لپاره د امریکا متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې د پروګرام په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغان ښځو لپاره تر ټولو لوی پروګرام چې په تېرو دریو کلونو کې شاوخوا نوي میلیونه ډالره پرې لګیدلي اصلاً خپل هدف ته نه دی رسیدلی.

وال سټریټ په افغانستان کې د امریکا د مرستو پر سر د څارونکې ادارې یا سیګار د مشر په حواله لیکلي چې دغه پروګرام په افغان ادارو کې یواځې پنځه پنځوسو ښځو ته کار پیدا کړی او بس.

د سیګار په باور د امریکا متحده ایالتونو پراختیايي ادارې په افغانستان کې خپل اهداف په پڅه مخته وړي او د امریکايي ټکس ورکوونکو پيسې یې له خطر سره مخ کړي.

سیګار: د امریکا متحده ایالتونو پراختیايي ادارې په افغانستان کې خپل اهداف په پڅه مخته وړي او د امریکايي ټکس ورکوونکو پيسې یې له خطر سره مخ کړي
سیګار: د امریکا متحده ایالتونو پراختیايي ادارې په افغانستان کې خپل اهداف په پڅه مخته وړي او د امریکايي ټکس ورکوونکو پيسې یې له خطر سره مخ کړي

د افغان ښځو د توانمندۍ پروګرام چې پروموټ یې بولي په عمومي، خصوصي او مدني برخو کې د ښځو د پرمختګ لپاره د پنځو کلونو په مخه پیل شوی و.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ربوټ ورکړی هدف دا و چې د دغه پروګرام له لارې دولس سوه ښځې په حکومتي ادارو کې شاملې شي خو اوس یواځې پنځه پنځوس ښځې د دغه پروګرام له لارې د دولتي کار څښتنانې شوي.

دغه پروګرام په افغان ادارو کې یواځې پنځه پنځوسو ښځو ته کار پیدا کړی او بس

سیګار وايي دا ډېر ضعیفه هدف دی. د امریکا متحده ایالتونو پراختیايي ادارې یو اس اېډ سمدستي د سیګار یا د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې د موندنو په اړه تبصره نه ده کړې.

  • انډیپنډنټ ورځپاڼه

انډیپنډنټ ورځپاڼې د هغه افغان په وژل کېدو مقاله لیکلې چې له بریتانیا ایستل شوی و.

د ورځپاڼې په لیکنه زین الدین فضلي په بریتانیا کې له شپاړسو کلونو اوسېدو وروسته د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له خوا وتلو ته اړ شوی و.

انډيپنډنټ لیکي چې ښاغلی فضلي افغانستان ته له رسېدو وروسته د طالبانو له خوا ووژل شو.

په دوام کې راغلی چې دغه اوه څلوېښت کلن افغان له خپلې ښځې او څلورو ماشومانو سره چې په بریتانیا کې زیږیدلي و د کډوال په توګه ژوند کاوه خو له څو وړو سرغړونو وروسته وتلو ته اړ کړای شو.

د کارګر ګوند: حکومت د هغه ګواښ په وړاندې چې خلک ورسره مخ دي غفلت کړی
د کارګر ګوند: حکومت د هغه ګواښ په وړاندې چې خلک ورسره مخ دي غفلت کړی

ورځپاڼې د دغه وژل شوي افغان کډوال د ښځې سمیره فضلي په حواله لیکلي چې تېره جمعه یې په فیسبوک باندې د خپل مېړه مړی ولید او له دې پېښې خبره شوه.

زین الدین فضلي د میدان وردک ولایت اصلي اوسیدونکی دی او په ۲۰۰۰ میلادي کال کې چې سیمه یې د طالبانو تر واک لاندې وه بریتانیا ته وتښتېد.

د انډيپندنټ په رپوټ کې راغلي چې سمیره فضلي په وار وار بریتانوي قاضیانو او چارواکو ته عذر کړی و چې مېړه یې افغانستان ته وانه استوي خو داسې ونه شول.

مېرمن فضلي ویلي څلور واړه بچیان یې چې شپاړس، دیارلس، شپږ او درې کاله عمرونه لري د خپل پلار تر مرګ وروسته سخت پریشانه دي.

انډيپندنټ: سمیره فضلي په وار وار بریتانوي قاضیانو او چارواکو ته عذر کړی و چې مېړه یې افغانستان ته وانه استوي خو داسې ونه شول

په بریتانیا کې د مخالفه کارګر ګوند د کورنیو چارو متبادله وزیره داین ابوټ له بریتانیا تر وتلو وروسته د طالبانو له خوا د زین الدین فضلي د وژلو خبره ټکان ورکوونکی بللی او ویلي یې دي چې حکومت د هغه ګواښ په وړاندې چې خلک ورسره مخ دي غفلت کړی.

د بریتانیا د کورنیو چارو حاکم وزارت بیا د زین الدین فضلي د سرغړونو او د ایستلو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG