د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

اندونیزیا کې افغان کډوالو اعتراض کړی؛ ځینې یې پولیسو ډبولي او نیولي


ارشیف: په اندونیزیا کې د افغان کډوالو د اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په اندونیزیا کې د افغان کډوالو د اعتراضیه غونډې انځور

د اندونیزیا په مکاسار ښار کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې د سه شنبې په ورځ د دوی اعتراضونه په تاوتریخوالي اوښتي او یو شمېر یې اندونیزیا د پولیسو له‌خوا وهل ډبول شوي دي.

د اندونیزیا په مکاسار ښار کې مېشت یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې د سه شنبې په ورځ د اعتراضونو پر مهال د پولیسو له‌خوا په بېرحمانه ډول وهل شوي دي.

دوی ازادي راډیو ته وویل چې د دوی د اعتراضونو موخه د دوی د برخلیک معلومول وو، خو ادعا کوي چې پولیسو له دوی سره تاوتریخجن چلند کړی او یو ځینې هم د څو ساعتونو لپاره بندیان کړي وو.

د دغو کډوالو له ډلې جاوېد رباني ازادي راډيو ته وویل: "د پولیسو له‌خوا ډېر سخت تاوتریخوالی وشو، زما په ګډون ډېر کډوال ووهل شول، شخصاً زه یې ونیولم او د پولیسو له کمیسارۍ نه له څو ساعتونو وروسته یې غوښتل چې کمپ ته انتقال او هلته مې وساتي، د کډوالو تر غوښتونو وروسته اړه شول چې ما بېرته راوګرځوي."

په اندونیزیا کې یو بل افغان کډوال حسن احمدیار وايي چې د ټولو کډوالو ژوند تریخ شوی او دوی د اړتیا له مخې اعتراضونه کوي.

هغه وویل: "په اندونیزیا کې د کډوالو لپاره د ژوند شرایط خورا ستونزمن دي، هیڅوک د کار، فعالیت یا سفر حق نه لري. یو شمېر افغانان د آی‌اوایم IOM څخه مالي او روغتیايي مرستې ترلاسه کوي، خو ځینې نور بیا هېڅ ډول ملاتړ نه لري، بلخوا پولیس هم د اعتراضونو مخه نیسي چې په تاوتریخوالي اوړي."

ارشیف: په اندونیزیا کې افغان کډوال
ارشیف: په اندونیزیا کې افغان کډوال

دوی وايي چې تراوسه په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت په ګډون هېڅ ادارې د دوی ستونزو ته پام نه دی کړی او ټینګار کوي چې دا وضعیت نور د دوی لپاره د زغم وړ نه دی او باید د حل لپاره یې اقدام وشي.

په اندونیزیا کې د افغانستان د سفارت ویاند احمد طارق ثاني هم دغه پېښه تایید کړه او ویې ویل چې دغه کډوال د پخوا په څېر د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ "یواین‌ایچ‌سي‌آر" مخې ته راټول شوي وو چې له امله یې نښته رامنځته شوې ده.

هغه وايي: "د معلوماتو له مخې، د افغان کډوالو او د یواین‌ایچ‌سي‌آر سازمان د ساتونکو او د مکاسار ښار د پولیسو ترمنځ شخړه رامنځته شوې چې په پایله کې یې یو شمېر افغان کډوال ټپیان شوي او یو شمېر یې د بېلابېلو لاملونو له امله د پولیسو له خوا نیول شوي وه چې سفارت او یواین‌ایچ‌سي‌آر سازمان په منځګریتوب بېرته خوشې شول."

ثاني زیاته کړه، له اندونیزیا څخه د کډوالو د لېږد بهیر چټک شوی او تر راتلونکو درېیو کلونو ټول افغان کډوال به د دوی د پناه غوښتنې اړوند هېوادونو کې مېشت شي.

ازادي راډیو له ډېرو هڅو سره سره په اندونیزیا کې د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" له دفتر سره په اړیکه ونه توانېده.

دا په داسې حال کې ده، چې اندونیزیا د ملګرو ملتونو د کډوالو د کنوانسیون غړی نه دی او د دغه هېواد حکومت کډوالو ته د کار کولو یا دولتي ښوونځیو او روغتونونو ته د لاسرسي اجازه نه ورکوي.

په اندونیزیا کې افغان کډوالو تېر کال هم اعتراضونه کړي وو چې د دغه هېواد د پولیسو له پولیسو سره په تاوتریخوالي اوښتي وه.

په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت د معلوماتو له مخې دا مهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۴زره او ۸۰۰ افغان کډوال مېشت دي.

دغه سفارت دغه احصایه د تېر کال په جوزا میاشت کې ۷۵۰۰ تنه اعلان کړې وه.

XS
SM
MD
LG