د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

د مسافرت فلم پناه اخیستونکي هڅوي چې له هجرته لاس واخلي


د مسافرت فلم پناه اخیستونکي هڅوي چې له هجرته لاس واخلي.

افغانان نن سبا اسټرالیا ته د پناه اخیستلو لپاره لږ ځي، خو څو کاله مخکې ډېرو افغانانو د سمندر له لارې ځانونه اسټرالیا ته رسول.

د دغو کډوالو په اړه بیا بیا راپورونه خپاره شوي وو چې بېړۍ یې ډوبې شوې وې او اوبو وړي وو.

د اسټرالیا حکومت اوس یو فلم جوړ کړی دی چې په کې د سمندر له لارې د مهاجرت سختۍ په کې انځور شوې دي.

دا فلم مسافرت نومېږي چې په درېیو هېوادو افغانستان، مالیزیا او اندونیزیا کې ډک شوی دی.

تېر میلادي کال په نړۍ کې په سوریایانو پسې تر بل هر هېواد د افغانستان د کډوالو شمېر زیات و، خو د سوریې تر شخړو مخکې په نړۍ کې درې لسیزې تر ټولو هېوادونو د افغانستان د کډوالو شمېر ډېر و.

اسټرالیا ته ډېر افغانان په کښتیو کې سفر کوي، د مسافرت په فلم کې له تراژیدۍ ډکې هغه صحنې انځور شوې دي چې په کې کډوال د هند له سمندره پورې وځي.

په تېرو کلونو کې چې کوم افغانان په بېړیو کې اسټرالیا ته رسېدلي دي هغه منل شوي دي.

تر ۲۰۰۹ میلادي کال پورې چې کوم افغانان د سمندر له لارې اسټرالیا ته رسېدلي وو نږدې سل په سلو کې د کډوالو په توګه منل شوي دي خو په وروستیو کلونو کې خورا لږ کسان د کډوالو په توګه اسټرالیا منلي دي.

دغه هېواد د کډوالو د منلو اصول سخته کړي دي او تر ډېره افغان مهاجرو ته د اقتصادي مهاجر په سترګه ګوري، یعني د پیسو لپاره پناه اخلي.

د اسټرالیا له سختۍ سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ګڼو افغانانو اروپا ته مخه کړه د دوی له ډلې هم یو شمېر د مدیترانې په اوبو کې ډوب شول.

د اسټرالیا د کډوالو د چارو اداره وایي چې د مسافرت پر نوي دقیقې فلم یې شپږ میلیونه ډالر لګولي دي او هدف یې دا دی چې کډوال په کښتیو کې له خطرناکه سفرونو راوګرځوي او دا واضح کړي چې اسټرالیا ته مهاجرت په دې سختیو نه ارزي.

راپور: احمد شیبر

XS
SM
MD
LG