د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

د کډوالو د ژوند بله څنډه؛ په ایران کې افغان کډوال اختطاف کېږي


ارشیف
ارشیف

ایراني پولیسو څو کسان د افغانانو د تښتولو په تور نیولي دي.

ایرانۍ رسنۍ، تسنیم خبري اژانس د غويي په ۱۷مه نېټه په ایران کې د افغانانو د تښتولو په تور د ۵ کسانو د نیولو خبر ورکړ.

د تسنیم په راپور کې راغلي، یوې ایرانۍ مور او زوی اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ په پلمه به افغانان د انسان تښتوونکو ځای ته یووړل، هلته به درې نورو کسانو قربانیان وهل او له کورنیو به یې د زیاتو پیسو غوښتنه کوله.

د درېیو نورو تورنو د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

تسنیم لیکلي، د دې عملیاتو په لړ کې ۱۱ کسان تښتول شوي کسان هم ژغورل شوي دي.

د ایران پولیس
د ایران پولیس

د دې ایراني رسنۍ د راپور له مخې، د دې هېواد پولیسو وروسته له هغې د دې تښتوونکو د تعقیب او نیولو لپاره اقدام وکړ چې د ایران په کرج سیمه کې یوه افغان د خپل ۱۹ کلن زوی د موندلو لپاره له پولیسو د مرستې غوښتنه وکړه چې تښتوونکو د ۱۲۵ میلیون تومان له ترلاسه کولو وروسته یې هم نه و خوشې کړی.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغانان وايي چې له ورته پېښو څخه ترخې تجربې لري.

د جوزجان ولايت یوه اوسېدونکې چې خپل نوم شرافت ښيي وايي چې څه موده وړاندې يې ورور د ايران او ترکيې په لاره کې د تښتوونکو ښکار شوی و چې د پيسو په ورکولو سره يې خوشې کړ او وروسته بیا د ترور زوى یې وتښتول شو چې د شرافت په ادعا په چړو ووژل شو.

د شرافت په ټکو، د ترور زوی یې پلان درلود چې په قاچاقي ډول انګلستان ته ولاړ شي، چېرې چې د هغه کوژدن اوسېده.

هغه وايي: "غوښتل یې چې هغه خوا ته ولاړ شي، د ایران او ترکیې په لاره کې یې وتښتول او له موږ څخه یې پیسې وغوښتې، پیسې مو ورکړې او ورور مې خوشې شو، هغه هم په ډېرې سختۍ سره. ۶ میاشتې مخکې زما د ترور زوی چې نامزد و او کوژدن یې لندن کې وه، غوښتل هغه هېواد ته ولاړ شي، د ایران په لاره وتښتول شو او بیا پوه نه شو چې څه وشو، یواځې نه و ملګري یې هم و، دومره په چړۍ وهل شوی و چې نه پېژندل کېده."

د هرات اوسېدونکې نصیرې هم د ايران او ترکيې په لاره د خپل او کورنۍ د تښتول کېدو په اړه وويل: "ایران ته راغلو، بیا یو کس موږ ته وویل چې ترکیې ته مو وړي او همداسې نورې خبرې. موږ یې د ترکیې پولي ته یووړو او هلته یې غلو ته ورکړو، هغوی موږ وتښتولو، له ډېرو ستونزو سره مو وشو کولای ځان له غلو څخه وژغورو. اوس هم ایران کې اوسېږو."

ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې نیمروز ته رسېدلي دي.
ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې نیمروز ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری افغانان د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله د قاچاق له لارې اروپايي هېوادونو ته د رسېدو هڅه کوي.

هغوی د خپلې دې هیلې لپاره اړ دي له څو هېوادونو څخه په قاچاقي ډول تېر شي چې پیل یې د افغانستان لوېدیځ ګاونډی، ایران دی.

ځینې یې د ټولو ستونزو له زغملو وروسته توانېدلي خپلې موخې ته ورسېږي، خو ډېری یې له وهلو ټکولو، توقیف او جبري شړلو، تښتونې، روحي او رواني شکنجې، د زیاتو پیسو له ورکړې او یا هم په دې لاره کې له مرګ سره مخ شوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانانو د قانوني او نا قانونه کډوالۍ لړۍ چټکه شوې چې خلک امنیتي او اقتصادي ګواښونه یې لامل ګڼي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG