د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

۲۰۲۳؛ په تېره لسیزه کې د افغان کډوالو تر ټولو مرګونی کال


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي، په ۲۰۲۳ کال کې یې له تیرې یوې لسیزې راهیسې د کډوالۍ په لارو د افغانانو د مړینې تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړې ده.

یاد شوي سازمان د پنجشنبې په ورځ «د کډوالو د مړینې د ثبت یوه لسیزه» په نوم د یوه راپور په خپرولو سره زیاته کړې چې تېر کال شاوخوا ۱۲۰۰ افغانان د کډوالۍ په لارو مړه شوي دي.

د دې راپور په دوام کې راغلي چې دا شمېره په ۲۰۲۲ کال کې د ثبت شویو ۷۳۳ قضیو په پرتله زیاتوالی ښيي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې له زرو څخه زیاتې د مړینې دا پېښې له افغانستان څخه د ایران په لاره ثبت شوې دي.

د «ای او ام» د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په ټولیز ډول ۸۵۴۲ کسان د کډوالۍ په لارو وژل شوي او یا ورک شوي دي چې دا په تېره یوه لسیزه کې د هر کال په پرتله تر ټولو لوړه شمېره ده او په نړۍ کې د کډوالو د مړینې په شمېرو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغه راپور پر بنسټ، د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ په تېره یوه لسیزه کې له ۶۳ زرو زیات کسان د کډوالۍ په لارو مړه شوي دي چې له پېژندل شويو هرو درېیو کسانو څخه یو یې د افغانستان، میانمار، سوریې او ایتوپیا په ګډون له جنګ ځپلو هېوادونو څخه وو.

یو شمېر افغان کډوال - ارشیف
یو شمېر افغان کډوال - ارشیف

په ورته وخت کې یو افغان چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي او ۲۵ کلن ورور یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د کډوالۍ په لاره مړ شوی، ازادي راډیو ته وویل:

" دوی ( یعنې دوه ورونه مې) ایران ته ولاړل، له تهران څخه ترکیې پولې ته ولاړل، له پولې تیر شول خو د وان په سیمه کې ونیول شول.اته ورځې يې په کمپ کې تیرې کړې بيا يې له پولې بیرته رد کړل او دومره یې وهلي و چې ورور مې کوما ته تللی و او کوچنی ورور مې چې له هغه سره و، په ډېرې سختۍ یې هغه د پولې له سیمې واېست او د ایران روغتون ته يې ورساوه، ٤٨ ساعته په کوما کې و او بیا وفات شو."

د کډوالۍ چارو یو شمېر فعالان د ای او ام د نوي راپور محتويات په افغانستان کې د نامناسب حالت بیانونکی بولي او وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یو شمېر افغانان؛ په تېره بیا ځوانان له احتمالي خطرونو او اقتصادي ستونزو څخه د تېښتې په هڅه کې دي، خو په دې نه پوهېږي چې د کډوالۍ لاره خطرونو سره مله ده.

یو له دوی څخه باقر احمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په ۲۰۲۳ کال کې د کډوالۍ په لارو د افغانانو د مړینې کچه د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د کډوالو چارو ادارو دې ستونزې ته کمه پاملرنه کړې ده:

" په یوه کال کې د ١٢٠٠ کسانو د مړینې شمېر د اندېښنې وړ ده، خو له بده مرغه هغه ادارې چې په نړیواله کچه د کډوالو مسولیت لري، یوازې په ارقامو او راپورونو بسنه کوي او افغان کډوالو ته یې هیڅ ډول د لیدو وړ خدمتونه نه دي تر سره کړي."

په داسې حال کې چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د افغانانو کډوالۍ د پام وړ ده، خو د راپورونو له مخې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو راهیسې یو شمېر افغانان د ګواښونو، بې روزګارۍ، د زده کړې خنډونو او ځینو نورو ستونزو له امله له افغانستانه وتلي او له ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کوي.

په دې موده کې په اوبو کې د ډوبیدو، سړې هوا، د غلو د بریدونو، د انتقال په وخت کې په وسایطو کې د اکسېجن د نشتوالي له امله د نارینه وو، ښځو او ماشومانو مړه کیدل له ناقانونه لارو د زرګونو افغانانو د مړینې ټکان ورکوونکې بېلګې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG