د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

عمران خان: د چین پر قونسلګرۍ برید د چینايي پانګوالو د ويرولو لپاره و


د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، پر چینايي قونسلګرۍ برید د سوداګرۍ په اړه د هغه تفاهم لیګ په غبرګون کې شوی چې په دې وروستیو کې پرې چین او پاکستان هوکړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو د جمعې په ورځ د پاکستان په ستر سوداګریز ښار کراچۍ کې پر چینايي قونسلګرۍ برید وکړ چې د امنیتي چارواکو په وینا، دا برید یې شنډ کړ او د ۲ پولیسو، ۲ ملکي وګړو او د ۳ بریدګرو په ګډون، پکې یوازې ۷ کسان ووژل شول.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د دغه برید په غبرګون کې دا برید وغانده او دا یې د پاکستان او چین ترمنځ په دې وروستیو کې د سوداګریزو تفاهم لیکونو غبرګون وباله.

عمران خان
عمران خان

نوموړي په دې اړه پر خپلې ټوېټرپاڼې په یوه خپور شوي بیان کې ویلي:

"د دغه برید هدف د چینايي پانګوالو ويرول او سېپک ته زیان رسول دي، خو ترهګر به په دې هڅه کې کامیاب نه شي."

په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د حکومت تر راتلو وروسته، خان د روانې میاشتې په لومړیو کې د چین سفر وکړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې یو لړ اقتصادي تړونونه لاسلیک کړل.

عمران خان د خیبر پښتونخوا په اورکزیو کې هم د بمي چاودنې غندنه کړې او دا دواړه بریدونه یې په پاکستان کې د ناراامي جوړولو برخه بللې ده.

د راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا د کوزې اورکزیو ایجنسۍ په کلايي هېډکواټر کې بمي چاودنې لږترلږه ۳۳ کسان ووژل او تر ۵۰ زیات یې ټپیان کړل.

عمران خان په خپلې ټوېټرپاڼې دا دواړه بریدونه د هغه پلان برخه ګڼلې چې په خبره یې، "په پاکستان کې د نارامۍ لپاره د هغو خلکو له خوا شوي چې باثباته پاکستان نشي زغملای."

ښاغلي خان همداشان ویلي:

"موږ به ترهګر چې په هره بیه وي، له منځه وړو."

په پاکستان کې دا ترهګریزې پېښې په داسې وخت کې شوي چې د دې هېواد حکومت او پوځ بیا بیا ادعا کړې چې په دې هېواد کې یې د ترهګرو پرضد کامیاب پوځي عملیات کړي او د دوی په خبره چې له خپلې خاورې یې د ترهګرو مرکزونه له منځه وړي او ورختم کړي یې دي.

د یادونې وړ ده چې په کراچۍ کې پر چینايي قونسلګرۍ وسله وال برید د بلوچ لبرېشن ارمي په نامه وسله والې ډلې منلی، خو د خیبر پښتونخوا د اورکزیو د خونړي برید مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG