د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

د طالبانو له‌خوا پکتیا کې پاکستاني ځواکونو سره د نښتې تایید او توضیحات


ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولاړ یو طالب سرتېری - ارشیف
ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولاړ یو طالب سرتېری - ارشیف

د پکتیا ولایت په امنیه قوماندانۍ کې سرچینو ازادي راډیو ته ومنله چې پرون په ډیورنډ کرښه د ځاځي اریوب ولسوالۍ په سپینه شګه سیمه کې د دوی د ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ نښته شوې ده.

سرچینې د خپل غږ او نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل، نښته پرون مازدیګر نږدې ۴ بجې وروسته تر دې پیل شوه چې پاکستاني عسکرو د عمر په نوم د دوی په یوې امنیتي پوښتې ډزې وکړې.

د سرچینې له قوله؛ نښته د شپې تر ۸ نیمو بجې روانه وه او د دوی امنیتي ځواکونو ته په کې کومه مر ګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

د پاکستان حکومت بیا رسماً په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو یو شمېر ایکس‌پاڼو چې د پاکستاني حکومت د استخباراتي چینلونو تر کنټرول لاندې نشرات لري دا جګړه تایید کړې ده.

دې ایکس‌پاڼو لیکلي، نښته د ډیورنډ کرښې د خرلاچي او ډنډپټان له ۱۰ تر ۱۲ کیلومټره سیمو کې د دواړو لوریو ترمنځ شوې ده.

د افغانستان په نقشه کې پکتیا ولایت
د افغانستان په نقشه کې پکتیا ولایت

دوی تور پورې کړی چې لومړی ډزې د طالبانو ځواکونو کړي او پاکستاني عسکر مقابل برید ته مجبور شوي دي.

دغو ایکس‌پاڼو په نښته کې د ۱۳ طالب ځواکونو د مرګ‌ژوبلې ادعا هم کړې، خو د پکتیا په امنیه قوماندانۍ کې یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو سره خبرو کې دا ادعا رد کړه.

په ورته وخت کې د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د سیمې خلکو هم د خپل غږ او نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو سره خبرو کې پرونۍ جګړه تایید کړه، خو زیاتوي؛ د مرګ‌ژوبلې په اړه یې ځکه معلومات نه‌لري چې د طالبانو عسکر هیچا ته د نښتې سیمې ته د تلو اجازه نه‌ورکوي.

دا نښته وروسته تر دې کېږي چې پاکستاني جېټ الوتکو د پنجشنبې په ورځ د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ بمبار وکړ.

په افغان خاوره د پاکستاني الوتکو له هوايي حملې وروسته، کندهار ته د پاکستاني پلاوي سفر چې تمه وه د یکشنبې په ورځ وشي، لغوه شو.

پاکستان وروستیو کې په خورا تُنده لهجه تور لګوي چې د افغانستان خاوره د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو له‌خوا د بریدونو لپاره کارول کېږي، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت یې ردوي.

د تېر میلادي کال په وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ دا ادعا هم وکړه چې د طالبانو په حکومت کې یو شمېر قوماندانان د تحریک طالبان پاکستان له غړو ملاتړ کوي او هغوی ته یې د وسلو په ګډون خوندي ځایونه هم ورکړي دي.

خو د طالبانو حکومت یې دا ادعا رد کړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG