د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

د پکتیکا د یو شمېر اوسېدونکو ادعا: د پاکستان الوتکو په وړممۍ کې بمبار کړی


د پاکستان جېټ الوتکې
د پاکستان جېټ الوتکې

د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې ځايي خلک ادعا کوي، چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان جېټ الوتکو په دې ولسوالۍ هوايي بریدونه کړي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، پاکستاني جېټ الوتکو سهار نږدې ۱۰ بجې دوه ځل د وړممۍ او ګومل ولسوالیو ترمنځ پرته سیمه کې بمونه وغورځول چې د دوی د ادعا پر بنسټ مرګ‌ژوبله یې هم لرله.

ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان غړي
ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان غړي

له دې پېښې یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ازادي راډیو ته وویل: "بمبار د پاکستان جېټ طیارو کړی. د دوی په اصطلاح د ټي‌ټي‌پي کسان یې وېشتلي دي."

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې بیا یوې بلې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، له دې پېښې ځینې ټپیان د مرکز ښرنې روغتون ته راوړل شوي دي.

د وړممۍ ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي هم د خپل غږ او نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، په بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه‌دی اوښتی.

په همدې حال کې یو شمېر پاکستاني رسنیو د بریدونو خبر خپور کړی، خو دوی ادعا کړې چې دا بریدونه د تحریک طالبان پاکستان په غړو شوي او مرګ‌ژوبله یې هم ور اړولې، خو ډېر جزییات یې نه‌دي ورکړي.

ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان غړي
ارشیف: د تحریک طالبان پاکستان غړي

د پاکستان حکومت او هم د طالبانو حکومت بیا د دې ادعاوو په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

ازادي راډیو د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي په دې اړه وپوښت، خو هغه پوښتنه ځواب نه‌کړه.

په همدې حال کې د پکتیکا د سروبي ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې د دوی په سیمه کې ډرون الوتکې الوتنې ګرځي.

نوموړي چې د خپل غږ د بدلون او نوم د نه خپرولو په شرط یې ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، معلومه نه‌ده چې دا بې‌پیلوټه الوتکې د کوم هېواد دي.

هغه زیاتوي: "زه خپله شاهد یم چې زموږ په ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې شپه او ورځ ډرون ګرځي."

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست یعقوب مجاهد په ګډون بېلابېلو چارواکو تایید کړې چې د افغانستان فضا اشغال ده او د د دوی د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر ویلي وو، دوی داسي وسایل نه لري چې د افغانستان پر فضا د ګرځېدونکو دروڼ الوتکو مخه پرې ونیسي.

په پکتیکا کې داسې مهال د پاکستان له‌خوا د هوايي حملې راپورونه ورکول کېږي چې د مارچ په ۱۸مه هم پاکستاني جېټ الوتکو په خوست او پکتیکا کې بمونه وغورځول.

د پاکستان حکومت ادعا وکړه چې په دې بریدونو کې یې د تحریک طالبان پاکستان پټن‌ځایونه په نښه کړي، خو د طالبانو حکومت وویل؛ دې بریدونو کې ۵ ښځې او ۲ ماشومان وژل شوي.

په افغانستان کې د پاکستاني الوتکو له‌خوا د هوايي بمبار خبرونه داسې مهال خپرېږي چې د تمه وه پرون یک‌شنبه یو پاکستانی پلاوی له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کندهار ته راشي.

خو په پاکستان کې ځینو خبریالانو د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط د حکومتي چارواکو له قوله ازادي راډیو ته وویل، دا سفر د اوس لپاره ځنډېدلی دی.

د دوی په خبره، پاکستاني چارواکو ورته د دې سفر د ځنډ لامل په افغانستان کې د سېلابونو له امله رامنځته شوی وضعیت ښودلی دی.

د طالبانو حکومت رسمي د دې سفر او د ځنډېدو په اړه یې څه نه دي ویلي او د کندهار د والي ویاند محمود عزام یې هم په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG