د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

د کونړ اوسېدونکي: پاکستانۍ جېټ الوتکو پر دانګام بمبار کړی


د کونړ د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي او چارواکي وايي چې د پاکستان جېټ الوتکې د کونړ خاورې ته را اوښتې او یو شمېر سیمې يې بمبار کړې دي.

د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو څو ورځو د پاکستان پوځ د دوی پر سیمو د توپونو د درنو ګولیو باران جوړ کړی او د چهارشنبې په سهار يې جېټ الوتکې هم دانګام ته را اوښتي او بمبار يې کړی دی.

د دانګام ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو تازه خان او فاتح نور ازادي راډيو ته وویل:

"نن سهار د پاکستان جېټ طیارې له ډیورند فرضي کرښې د دانګام خاورې ته دوه ځلې را اوښتې دي، د شهیدانو سر او چاقوړۍ باندې بمبار وکړ، هلته‌يې بانډې ورانې کړې دي، د توپونو ګولۍ خو شپه او ورځ په سلګونه راویشتل کېږي."

"ډېرې زیاتې ګولۍ د خارې سیمې ته راغلې، د لیټۍ غاړه دغه ملک‌يې وویشته، الوتکو هم د افغانستان په خاوره بمبار وکړ، هلته مخکې بانډې وې، هغه وسوځېدلې او د پاکستان بیرغونه‌يې راوړي او د کونړ په خاوره کې يې لګولي دي."

خلک: د سیمې اوسېدونکو د بمبار له وېرې سیمې پرېښي.
خلک: د سیمې اوسېدونکو د بمبار له وېرې سیمې پرېښي.

دوی وايي، زیاتو خلکو خپل کورونه پرېښي دي.

دوی وايي:

"اکثره خلکو خپل کورونه پرېښي، هلته اوس دومره څوک نه‌دي پاتې. څوک چې پاتې هم دي له ډېرو ستونزو سره مخ دي."

د کونړ مرستیال والي ګل محمد بېدار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان جېټ الوتکې د دانګام خاورې ته داخلې شوې او هلته‌يې یو د ډیورند کرښې سره نږدي لوړې څوکې بمبار کړې، خو چا ته په‌کې مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.

ګل محمد بېدار
ګل محمد بېدار

نوموړي زیاته کړه:

"په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان د توپونو ۳۰۰ ګولۍ دانګام ته را اوښتې دي، صفري نقطې سره چې کوم کلي او کورونه موجود وو هغه‌يې ویشتلي دي او له ۱۰ ورځو د دغو سیمو خلک راوځي موږ ورسره د مرستې لپاره سروې پیل کړې ده، دوه جېټ الوتکو د دانګام هغو ځایونو کې بمبار کړی چې هلته اوس څوک نه‌شته، موږ د بمبار، د هوايي قلمرو څخه د سرغړونې او د توپچي بریدونو راپورونه مرکز ته لېږو."

د کونړ اوسېدونکي وايي، پوره اووه کاله وشول چې د پاکستان پوځ د کونړ پر خاوره د توپچي بریدونه کوي چې په‌کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوې دي.

تر اوسه د یادو بریدونو د بندولو لپاره هېڅ ډول اقدام نه‌دی شوی.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG