د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

د بهرنیو چارو وزارت: پاکستانیانو منلې چې طالبان او حقاني شبکه ترهګرې ډلې دي


د افغانستان او پاکستان د پلاوو د سفرونو په لړ کې دا ځل ټاکل شوې چې د روانې فبرورۍ میاشتې په نهمه نېټه یو پلاوی له کابله اسلام‎اباد ته ولاړ شي او له ترورېزم سره د مبارزې، سولې او تاوتریخوالي په کموالي، په تدریجي ډول د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو او اقتصادي همکاریو په تړاو خبرې وکړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال صبغت احمد وايي، پاکستان په‎دې برخه کې پوره چمتووالی ښودلی او افغان حکومت هیله څرګندوي چې له دې ناستې د پام وړ نتیجه ترلاسه کړي.

ښاغلي احمد وویل، کومه ناسته چې په کابل کې د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ شوې وه، پرمختګونه شوي او پاکستاني چارواکو منلې چې طالبان او د حقاني شبکه ترهګرې ډلې دي او له نورو ترورېستي ډلو سره توپیر نه‎لري.

نوموړی وايي:

"موږ هیله‎مند یو، کوم نتایج چې مو د کابل له ناستې ترلاسه کړي دي، د پاکستان ناسته به هم په همدې ډول مخ ته لاړه شي، خو دا ځل وضعیت توپیر کوي، ځکه پاکستان د لومړي ځل لپاره منلې چې طالبان او حقاني شبکه ترورېستي ډلې دي او د نورو ترورېستي ډلو لکه، القاعده او داعش په شان ځای لري."

تر دې وړاندې د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم پاکستان ته تللي وو او د کابل د وروستیو خونړیو حملو په اړه‌یې اسناد پاکستاني چارواکو ته سپارلي دي.

په وروستیو کې د کابل پر انټرکانټیننټال او صدارت څلور لارې کې خونړي بریدونه وشول.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

له هغه وروسته یعنې د روانې اوونۍ په پیل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینې جنجوعه په مشرۍ يو ملکي او پوځي پلاوی کابل ته راغلی و او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یې له افغان پلاوي سره وکتل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله تهمینه جنجوعه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ناستې په پای کې ویلي و چې په‎دې ناسته کې مهم پرمختګونه شوي او دواړه لوري په ځينو برخو هوکړې ته رسېدلي دي.

ټاکل شوې ده چې د دواړو لورو ترمنځ په يو لړ نورو مواردو د بحث او خبرو لپاره د فبرورۍ په ۹مه او ۱۰مه له کابله یو پلاوی اسلام‎اباد ته ولاړ شي.

سره له دې چې افغان او پاکستاني چارواکو له ترورېزم سره د مبارزې او متقابل احترام په تړاو ژمنې کړي، خو له تېرو دوو ورځو راهیسې یو وار بیا پاکستاني پوځیانو د ختیځ ولایت کونړ په یو شمېر سیمو راکټي حملې کړې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وایي، د دغو سفرونو نتایجو ته خوشبین نه‎دي، ځکه په وینا يې پاکستان تل خپلو ژمنو ته رښتینی نه‎دی پاتې شوی.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

دی وايي:

"موږ وليدل چې دا ډول سفرونه هېڅ ډول نتیجه نه‎لري، یوازې د وخت ضایع کول دي. کله چې موږ د سولې په پروسې تمرکز کړی، پاکستان په غچ اخیستلو پیل کړی او جګړې ته‌يې زور ورکړی."

د ښاغلي صدیقي په وینا، تر هغې چې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو سازمان فشارونه پر پاکستان ډېر نه‎شي دغه هېواد به کله هم د افغانستان په اړه خپل سیاست بدل نه‎کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG