د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

سپېدار: له ترورېستانو د یو شمېر هېوادونو ملاتړ د سولې پر وړاندې اساسي خنډ دی


افغان حکومت وايي، له ترورېستانو د یو شمېر هېوادونو ملاتړ او همکاري د دوی د ماتې پر وړاندې لوی خنډ دی.

په داسې حال کې چې په کابل کې تر خونړیو بریدونو وروسته د وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې د جدي اقداماتو غوښتنه مطرح کېږي، د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې له وسله‎والو مخالفینو نه د یو شمېر هېوادونو ملاتړ دوی اندېښمن کړي دي.

د اجرائیه ریاست (سپېدار ماڼۍ) مرستیال ویاند جاوید فیصل د دوشنبې په ورځ «۱۶ دلو ۱۳۹۶» ازادي راډیو ته وویل چې له وسله‎والو مخالفینو د پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو ملاتړ د دغو ډلو د ماتې پر وړاندې لوی خنډ دی.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

دی وايي:

"له ترورېستانو سره د نورو هېوادونو مرسته د اندېښنې وړ ده او دا په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او دغه‌شان د دوی د ماتې پر وړاندې اساسي خنډ دی. موږ تر دې وړاندې له ټولو هېوادونو غوښتي چې رابطه‌یې باید د افغانستان له دولت سره وي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې روسیه او ایران له طالبانو سره مرسته کوي.

د ښاغلي ستانکزي په خبره روسیه او ایران ځکه دا کار کوي چې ګواکې طالبان د داعش پر وړاندې جنګېږي.

که څه هم تر دې وړاندې له طالبانو سره د روسیې او ایران د همکارۍ په اړه د افغان سیمه‎ییزو چارواکو له‎خوا ویل شوي وو، خو دا لومړی ځل دی چې یو افغان لوړپوړی امنیتي چارواکی په دې اړه څرګندونې کوي.

ایران او روسیې په افغانستان کې له طالبانو سره اړیکې او یا هم له دې ډلې سره د همکارۍ په تړاو راپورونه رد کړي، خو د فراه سیمه‎ییزو چارواکو بیا په تېره کې دا ویلي چې په دغه ولایت کې له طالبانو داسې شپه‌لید دوربینونه ترلاسه شوي چې روسي مارک لري.

یو پخوانی طالب وسله‌وال
یو پخوانی طالب وسله‌وال

د افغانستان دفاع وزارت هم ډاډ ورکړی و چې د یادو ادعاوو په اړه به څېړنې کوي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا اندېښنه ښيي چې په افغان جګړه کې د نورو هېوادونو ښکېلتیا به جګړه لا پېچلې او اوږده کړي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه مشتاق رحیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له شک پرته چې په افغان جګړه کې د سیمه‎ییزو هېوادونو ښکېلتیا به د دې لامل شي چې د افغانستان کړکېچ لاپسې زیات او یا هم روانه جګړه پېچلې او اوږده شي."

په افغان جګړه کې د نورو هېوادونو ښکېلتیا به جګړه لا پېچلې کړي.

د ښاغلي رحیم په خبره که څه هم افغان حکومت تل ډاډ ورکړی چې خاوره به‌یې د بل چا پر ضد نه‌کارېږي، خو وروستیو حالاتو ته په کتو داسې برېښي چې افغانستان د نیابتي جګړې خواته نږدې کېږي.

دی هم ټینګار کوي چې له دولت پرته له ډلو او افرادو سره د بهرنیانو اړیکې نه د افغانستان او نه هم د هغوی په ګټه تمامېدلای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG