د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۸

ملي اردو ته د دفاع وزارت امر: د پولې له هاغاړې هر توغندي ته باالمثل ځواب ووایئ

د افغانستان دفاع وزارت وایي، پاکستان له دې کبله چې له سیاسي انزوا سره مخامخ دی، نو د افغانستان په ختیځو سیمو کې خپلو راکټي بریدونو ته دوام ورکوي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، د ملي اردو ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې د پولې له هاغاړې هر توغندي ته باالمثل ځواب ووایي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

نوموړی وايي:

"پاکستان په بد وضعیت کې دی، نړیوال فشارونه پرې ډېر دي او هره ورځ لا یوازې کېږي. دا د افغانستان د حکومت د هڅو او مثبت سیاست نتیجه ده چې پاکستان د انزوا لوري ته روان دی. موږ خپلو سرحدي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې له هرې سیمې انداخت ورباندې کېږي، دوی هم ورته عمل وکړي."

پاکستان د انزوا لوري ته روان دی.

تر دې وړاندې د کونړ ولایت اوسېدونکو او چارواکو ویلي وو چې پاکستان د شنبې په ماښام ۱۸۵ توغندي پر دانګام او سرکاڼو ولسوالیو ویشتلي دي چې په نتیجه کې یې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG