د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

اجرائیه ریاست: له پاکستانه د ژر همکارۍ هیله نه‌شي کېدای


کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر او پر کونړ د هغه هېواد د راکټي حملو په غبرګون کې د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې له پاکستانه د ژر همکارۍ هیله نه‌شي کېدای.

دغه ریاست وایي، د پاکستان له ټولو ناغېړیو او نه‌همکاریو سره سره په کار ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو پر بل د باور فضا رامنځته شي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل کابل ته د پاکستاني پلاوي د ورستي سفر او پر کونړ د پاکستاني پوځیانو وروستیو راکټي حملو دواړو ته په پام سره وايي چې له هغه هېواده د ژر همکاریو هیله نه‌شي کېدلای.

ښاغلي فیصل د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۱۶» رسنیو ته په خبرو کې وویل، که څه هم د پاکستاني پوځيانو د راکټي حملو په وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته هم شکایت شوی، خو افغان لوری له هغه هېواد سره خبرو ته هم تر هغه دوام ورکوي، تر کومه چې یوې نتیجې ته ورسېږي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

ښاغلي فیصل وویل:

"موږ د دې پلاوي له راتګ وړاندې هم ویلي وو چې د اړیکو د ښه کېدو لپاره ډېرې هیلې نه‌دي موجودې، ځکه پاکستان تل ژمنې کړي، خو عمل‌يې نه‌دی کړی، دا وار هم همدا شان وشول، مهمه دا ده چې د اړیکو له ښه کېدو او له ګډې مرستې وړاندې باید اعتماد جوړونې ته کار وشي او دا کار هله ممکن دی چې پاکستان د ترورېزم له ملاتړه لاس واخلي."

دا په داسې حال کې ده چې د اړیکو د ښه کېدو او یو د بل شکایتونو او ګېلو ته د رسېدلو په هدف، د پاکستان یوه پلاوي د تېرې شنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ.

که څه هم دغه پاکستاني پلاوي د ترورېزم پر وړاندې د ګډې مبارزې او یو د بل هېواد ته د درناوي ژمنه وکړه، خو تېره شپه د هغه هېواد له لوري د کنړ په سرکاڼو او ناړۍ ولسوالیو د توغندیو حملو یو ځل بیا جدي اندېښنې راوپارولې.

د کونړ سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغو حملو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي ټپيان شوي او مالي زیانونه هم وراوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت په دې وروستیو کې ویلي وو چې د پاکستان د راکټي حملو په غبرګون کې افغان سرتېرو ته د باالمثل عمل امر شوی دی.

افغان حکومت له څو کلونو راهیسې ادعا کوي چې د افغانستان یو شمېر سرحدي سیمې د پاکستان له توغندیزو او توپ‌خانه‌اي حملو سره مخ دي.

خو پاکستان تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي او نه‌یې هم مسؤلیت منلی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې وضعيت دوام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو په نوي پیل شوي پړاو منفي اغېز ولري.

شکیب مستغني
شکیب مستغني

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د افغانستان او پاکستان د اړیکو په باب تازه مرحله پیل شوې، خو د دا ډول سرغړونو دوام کولای شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په دغه نوي باب جدي اغېز وکړي."

ښاغلي مستغني وویل، افغانستان ته د پاکستان له راغلي پلاوي سره د دا شان بریدونو د بندېدو په اړه هم جدي خبرې شوې دي.

خو د امنيتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان له افغان حکومته غواړي چې دا مسئله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې د تل لپاره حل کړي.

له دې ډلې محمد انور سلطاني ازادي راډيو ته وویل، د کرښې دواړو خواوو پرتو قومونو ته هم په‌کار ده چې د دې مسئلې د دایمي حل لپاره په خپلو حکومتونو فشار راوړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG