د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل کې د سولې عالي شورا دفتر ودانۍ ته نېږدې ځانمرګي برید کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند وحید مجروح د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغې پېښې زیاتره قربایان ولسي وګړي دي، خو په وژل شویو او ټپيانو کې امنیتي کسان هم شامل دي.

وحید مجروح
وحید مجروح

ښاغلي مجروح وویل:

"په نننۍ خونړۍ پېښه کې، کومې شمېرنې چې زموږ په واک دي، تر دې مهاله ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپيان دي، د مرګ ژوبلې شمېرې د تغیر په حال کې دی."

بل خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي له دغې حملې څو ساعته وروسته په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې دغه برید د یوه امبولانس موټر په وسیله ترسره شوی دی.

ښاغلی رحیمي وايي، دغه امبولانس د جمهوریت روغتون له پارکېنګه حرکت کړی و، کله چې د پولیسو له خوا وپېژندل شو، ځانمرګي کس موټر ته چاودنه ورکړه.

د ده په خبره، د دغې پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

دی زیاتوي:

"امبولانس د جمهوریت له روغتون نه حرکت کړی و او د پخواني کورنیو چارو وزارت په دوهمه تلاشۍ کې چې په همدغه سړک کې د سولې عالي شورا دفتر او د هند سفارت هم موقعیت لري، د پولیسو له خوا پېژندل کېږي، مخکې تردې چې پولیس پرې ډزې وکړي، ځانمرګي کس چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکوي."

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، دغه موټر بم چاودنه د حقاني شبکې او طالبانو له خوا ترسره شوی دی.

خو دا چې د دغه برید هدف څه و، په دې اړه د کورنیو چارو وزارت لا څه نه دي ویلي.

ویل کېږي چې په روغتونو کې د زیاتره ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د پېښې زیاتره ټپيان د ایمرجنسي، وزیر محمد اکبرخان او د پولیسو او ملي امنیت روغتونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د دغې پېښې يو شمېر ټپيان د خپلو سترګی لېدلی حال داسې بیانوي:

"زما نوم بشیر دی، ټول بدن مې ټپي دی، پښې، لاسونه او نور بدن مې زخمی دی، موږ يې د جمهوریت روغتون ته انتقال کړو، خو د ټپیانو شمېر زیات و، نو موږ يې د وزیر محمد اکبر خان روغتون ته منتقل کړو."

"نوم مې خیرالله دی، په کمپیوټر مې کار کاوه چې درز شو، په ځان پوه نشوم چې څه وشول، زما دوستانو زه د خاورو له لاندې را وويستم او روغتون ته يې راوړم، لاس مې څلور ځایه مات شوی دی."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، په کابل کې د امریکا، برېتانیا، جرمني او هند سفارتونو دغه حمله په کلکو ټکو غندلې ده.

وسله والو طالبانو د ياد بريد مسؤليت پر غاړه اخيستى دى.

راپور: محمد واصل وصال

پخواني معلومات:

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کابل د پېښې د قربانیانو د شمېر له لوړوالي خبر ورکوي.

شوي دي.

تر ده وړاندې د عامې روغتیا وزارت د خپرونو مشر محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته ویلي وو چې د وژل شویو او مړو زیاته برخه ملکي وګړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د مسؤلینو په خبره چې د دې پېښې په تړاو یې ۴ تنه نیولي هم دي.

دغه چاودنه نن شنبه شااوخوا ۱۲ بجې په صدارت څلورلارې کې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته نېږدې رامنځته شوې ده.

د دغې پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

پخواني معلومات:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل په ښار کې نننۍ چاودنې ۶۳ تنه ووژل او ۱۵۱ تنه نور یې ټپیان کړل.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي چې په دې اړه یې معلومات ورکول، په خپلو خبرو کې وویل چې د پېښې په تړاو ۴ تنه هم نیول شوي دي.

تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت د خپرونو مشر محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته ویلي وو چې د وژل شویو او مړو زیاته برخه ملکي وګړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ دغه پېښه غندلې ده.

د چاودنې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

پخواني معلومات:

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل له نننۍ چاودنې تر دامهاله روغتونونو ته ۴۰ وژل شوي او ۱۴۰ ټپیان روغتونو ته انتقال شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د خپرونو مشر محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل چې د وژل شویو او مړو زیاته برخه ملکي وګړي دي.

خو د يو شمېر راپورنو له مخې ویل کېږي چې کېداشي په دغه پېښه کې د مرګ ژوبلې کچه تردې هم لوړه شي.

يو شمېر امنیتي سرچینې وايي، دغه چاودنه د ګڼې ګوڼې ډک ځای کې شوی چې په وژل شویو او ټپيانو کې امنیتي کسان هم شامل دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ دغه حمله په سختو ټکو غندلې ده:

پخواني معلومات

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل له نننۍ چاودنې څخه ۲۰مړي او ۱۱۰ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل چې د دغه مړو او ټپیانو زیاته برخه ملکي وګړي دي.

پخواني معلومات

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل له نننۍ چاودنې څخه ۱۷مړي او ۱۱۰ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د خپرونو رئیس محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه مړو او ټپیانو زیاته برخه ملکي وګړي دي.

په کابل ښار کې نننۍ چاودنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

پخواني معلومات

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې له ځایه څخه ۷۰ تنه ټپیان او ۴ مړي د کابل روغتونو ته انتقال شوي دي.

دغه چاودنه نن شنبې شااوخوا ۱۲ بجې په صدارت څلورلارې کې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته نېږدې رامنځته شوې ده.

پر همدې مهال د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو مشر سالم الماس ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د موټر بم په وسیله شوې ده.

د چاودنې مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

پخواني معلومات

په کابل کې د ایمرجنسۍ روغتون مسؤلین وايي چې دوی ته د پېښې له ځایه تر ۵۰ ټپیان وروړل شوي دي.

ایمر جنسي روغتون دغه خبر پر خپل ټویټر پاڼه ورکړی دی:

پخواني معلومات

شېبه وړاندې په کابل ښار کې چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت د جنايي څېړنو ریاست د یادې چاودنې په تائید سره وايي چې چاودنه د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته نېږدې په انتیک فروشۍ کوڅه کې رامنځته شوې ده.

په ورته وخت کې په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې تر یادې چاودنې وروسته یې شااوخوا ۲۰ تنه ټپیان لیدلي چې ایمرجنسي روغتون ته انتقالېدل.

نوموړي وویل چې ددغه ټپیانو زیاته برخه ملکي وګړي و.

په دې اړه نور جزئیات وروسته...

XS
SM
MD
LG