د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

ولسي جرګه: تر څو چې پاکستان عملي اقدام ونه کړي، پر ژمنو یې باور نشي کېدای


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، تر کومه چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترورېستي ډلو د ځالو د له منځه وړلو لپاره عملي اقدامات ونه کړي، په ژمنو يې باور نشي کېدای.

که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان په دریځ کې د بدلون خبره کوي، خو د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د پاکستان پر ژمنو تر هغه باور نشي کېدای، تر څو چې په خپله خاوره کې د ترورېستي ډلو د له منځه وړلو لپاره یې عملي ګام نه وي پورته کړی.

د دغې جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانو بحثونو او د پلاویو د تګ راتګ نتیجو ته ډېر خوشبین نه دی.

عرفان الله عرفان
عرفان الله عرفان

نوموړی زیاتوي:

"هغه اسناد او مدارک چې د افغانستان حکومت پاکستان ته ورکړي، زموږ هیله ده چې پاکستان په دې برخه کې جدي او عملي اقدامات وکړي، خو له بده مرغه تر اوسه موږ دا خوشبیني او باور نه لرو چې د پلاویو تګ راتګ او د اسنادو تبادله به ښه نتیجه ولري."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینې جنجوعه په مشرۍ يو ملکي او پوځی پلاوی پرون شنبه کابل ته راغلی و او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یې له افغان پلاوي سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني د دغې کتنې په اړه پرون شنبه ناوخته يوې خبري ناستې ته وویل چې پاکستاني پلاوي د هغو پوښتنو په اړه توضیحات ورکړي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د دغه هېواد د ملي امنیت مشر د خپل سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره مطرح کړې وې.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په کابل کې د پرونۍ کتنې په اړه پر ټوېټر لیکلي چې په کابل کې د وروستیو ترورېستي حملو په اړه په څېړنه کې به همکاري وکړي، خو کابل ته یې په دې اړه د وضاحت ورکولو یادونه نه ده کړې.

محمد فیصل لیکلي، کابل ته یې وړاندیز شوی چې د تورونو لګولو د لوبې پر ځای به غوره وي چې دواړه لوري په ګډه د وروستیو مرګونو حملو په اړه څېړنه وکړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د استازو او پلاویو د لیدنو دا لړۍ په داسې حال کې پيل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ پاکستان د طالبانو ځاله وباله او ويې ویل چې خبرې او پروسې یوازې د کاغذ پر مخ دي، د افغانستان ولس له پاکستانه د مشخص او واضح عمل غوښتنه لري.

بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د شنبې د ورځې په خبري غونډه کې وویل چې د کابل په پرونۍ ناسته کې يو لړ پرمختګونه شوي او دواړه لوري په يو شمېر مواردو کې هوکړې ته رسېدلي، خو يو شمېر نور مهم مسایل هم شته چې باید پرې بحث او خبرې وشي.

احمد شکېب مستغني
احمد شکېب مستغني

ښاغلي مستغني ویلي وو:

"کومه ناسته چې وشوه، په کې د افغانستان او پاکستان د عمل په پلان خبرې وشوې، يو لړ پرمخګتونه وشول او ناسته هم د سولې او ورورلۍ په فضا کې ترسره شوه، خو يو شمېر نور مهم موارد لا پاتې چې باید په هغې برخه کې هم پرمختګ او هوکړې ته سره ورسېږو."

ښاغلی مستغني وايي، اوس پاکستان له هغو مواردو انکار نشي کولای، کوم چې د افغانستان حکومت پرې ټینګار لري.

د ده په خبره، د دواړو لوریو ترمنځ په يو لړ نورو مواردو د بحث او خبرو لپاره ټاکل شوې چې د فبرورۍ په ۹ مه او ۱۰ مه له کابله یو پلاوی اسلام اباد ته ولاړ شي.

راپور:واصل وصال

XS
SM
MD
LG