د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

مسیر: له پاکستان سره د خبرو اړتیا څه ده؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي د سفر په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ملی ارمان:

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، په کابل کې تر خونړیو حملو او پاکستان ته د افغان پلاوي تر سفر وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیالې په مشرۍ د هغه هېواد پلاوی هم کابل ته راغی چې له خپل سیال سره په بهرنیو چارو وزارت کې وګوري او خبرې وکړي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، دا سفر داسې مهال کېږي چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترینګلې شوي او افغان ولسمشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې دا ویلي چې ترهګر په پاکستان کې امن پټنځایونه لري او له طالبانو ملاتړ کوي.

ورځپاڼه لیکي، افغان چارواکي باید د پاکستان په خبرو نور دوکه نشي، تر کومه چې د هغه هېواد عملي اقدام یې نه وي لیدلای.

د ورځپاڼې په باور، تجربو ثابته کړې چې پاکستان له افغانستان سره تر اوسه کومې ژمنې چې کړې هم دي، عملي کړې یې نه دي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې په کابل کې د دواړو هېوادونو د پلاوو له خبرو د خلکو د تمې په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼه په خپله سر مقاله کې لیکي، مخکې تر دې افغان چارواکو پاکستاني چارواکو ته معتبر اسناد او شواهد سپارلي، نو د خلکو هیله دا ده چې د کابل ناسته ښې پایلې ولري او د داسې اقداماتو په اړه په کې پرېکړې وشي چې له مخې یې په افغانستان کې انتحاري حملې راکمې شي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې پوښتنه مطرح کړې چې دغه خبرې اترې څه ګته لري؟

په سرمقاله کې راغلي، د پاکستان دریځ لا هم پخوانی دی او کوم بدلون په کې نه ښکاري، لا هم په خپله خاوره کې ترهګرو ته خوندي ځایونه ورکوي، روزنه او تجهیز یې کوي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره رالېږي.

مسیر لیکي، په دې ټولو کې زیاتوالی راغلی، خو کم والی نه دی راغلی، نو د سرمقاله لیکونکي په باور، د هغه هېواد سره د خبرو اړتیا څه ده؟

د ورځپاڼې په باور، دا یوازې د وخت ضایع کول نه دي، بلکې پاکستانیان له دې خبرو ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG