د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

غني: له پاکستانه د کاغذ پر مخ اقدامات نه، بلکې عملي اقدامات غواړو


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې له لمانځه وروسته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وویل، د کابل د وروستیو حملو مسؤلیت طالبانو منلی او د ده په خبره، دوی خدای نه پېژني او د پیغمبر شریعت نه مني.

ښاغلي غني وویل، د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي او هغه هېواد ته د دغو مرکزونو په اړه د اسنادو له سپارلو وروسته، د دې وخت رسیدلي چې اسلام‎اباد د کاغذ پر مخ د خبرو پر ځای د دغو ترورېستي مرکزونو پر وړاندې عملي اقدامات وکړي.

نوموړي وویل:

"د دغو افرادو او شبکو منظم لېست د پاکستان له دولت سره شریک شو، موږ د هغوی اقدام ته منتظر یو. د خبرو پروسه اوس د کاغذ پرمخ ده، خو افغانستان ملت، په دې اړه ځانګړی او واضح عمل غواړي."

د افغانستان ولسمشر وايي، د کابل د وروستیو پېښو په تړاو ۱۱ کسان نیول شوي چې د پلټنو په نتیجه کې د دغو حملو ريښې هم کشف شوي دي.

ده دا هم وویل، اوس د پاکستان حکومت ته د دې تصمیم د نیولو وخت رسیدلی چې ایا هغه څه چې د ځان لپاره یې مني، هغه د ټول اسلام لپاره هم روا ګڼي او که نه؟

طالبان خدای نه پېژني او د پیغمبر شریعت نه مني.

نوموړي د کابل ښار د امنیت په اړه وویل، د مرکز د ټولو امنیتي او دفاعي ارګانونو مسؤلین باید، په راتلونکي اوونۍ کې خپل امنیتي پلانونه ده ته وسپاري.

د افغانستان ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک، له پاکستانه له راستنېدو وروسته په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ترورېستې ډلو په اړه یې کره او انکار نه منونکي اسناد هغه هېواد ته سپارلي دي.

د دغو چارواکو په خبره له پاکستانه غوښتل شوي چې د وروستیو پېښو عاملین چې په لېست کې شامل دي، ونیسي او افغانستان حکومت ته يې وسپاري.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس ویلي چې پاکستان پخوا تر دې په خپله خاوره کې د ترورېستي ډلو له موجودیته انکار کاوه، خو د ده په خبره اوس یې په دې واقعیت اعتراف کړی دی.

بل‎خوا په پام کې ده چې د شنبې په ورځ یو پاکستانی پلاوی کابل ته ورسېږي.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند د مرستیال په خبره تمه ده، دغه پلاوی د هغو اسنادو په اړه ځواب ووايي چې افغان لوري پاکستان ته ورکړي دي.

ایا په پاکستان کې به د ترورېستي ډلو د موجودیت په اړه یوازې د اسنادو سپارل نتیجه ورکړي؟

د کورنیو چارو پخواني مرستیال میرزا محمد یارمند ازادي راډیو ته وویل، پر طالبانو د حملو زیاتول، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د اسنادو سپارل او پر اسلام‎اباد د نړیوالو بندیزونو لګول هغه لارې دي چې افغان حکومت یې باید په هکله هڅه وکړي.

د کورنیو چارو پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند
د کورنیو چارو پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند

ښاغلي یارمند زیاته کړه:

"ټوله نړۍ باید د پاکستان په اړه یو واحد نظر ولري، په دغه هېواد دې بندیزونه ولګېږي او مرستې دې پرې بندې شي. که د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته اسناد ورکړل شي، پاکستان به یوازې کړي او مجبور یې کړي چې د ترورېستانو د پاللو مخه ونیسي."

ښاغلی یارمند وايي، تر هغې چې پاکستان د ترورېستانو له پاللو لاس اخلي، افغان حکومت باید خپل استخبارات پیاوړي او په ښارونو کې د ترورېستان د حملو د مخنیوي لپاره د خلکو مرستې جلب کړي.

د افغانستان جمهور رئیس هم د جمعې په ورځ په خپلو خبرو کې وویل، د هېواد په استخباراتي او کشفي برخو کې اصلاحات ضروري دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG