د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۹

کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ او د افغان حکومت هیله‌مندي!


د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، که څه هم پخوا تر دې کابل ته د پاکستاني پلاوو راتګ ښه نتیجه نه‎لرله، خو دا ځل افغان حکومت د پخوا په‌شان منتظر نه ‎شي پاتې کېدای.

د دغه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د جمعې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر، اسلام‎اباد ته د دوو افغان چارواکو له سفره وروسته ترسره کېږي او تمه ده چې پاکستاني پلاوی به د شنبې په ورځ کابل ته راشي.

اجرائیه ریاست: تمه ده سبا شنبه د پاکستان یو پلاوی کابل ته راشي

د ښاغلي میثم په خبره پاکستاني پلاوی به هغه هېواد ته د افغانستان له لوري د ترورېستي ډلو اړوند، د ورسپارل شوېو اسنادو په باب ځواب ووايي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم

نوموړی وايي:

"د هغو اسنادو او مدارکو په اړه چې افغان پلاوي هغوی ته سپارلي وو، د هغو پر ارزیابۍ او په پاکستان کې د ترورېستي ډلو د ځالو د له‎منځه وړلو په خاطر به د خپلو مبارزو د څرنګوالي په اړه خبرې وشي. کوم افغان پلاوی چې پاکستان ته تللی وو، په نتیجه کې یې لومړی ځل دی چې پاکستان مني چې ترورېستي ډلې د افغانستان پر ضد د پاکستان له خاورې استفاده کوي."

د ترورېستانو د ملاتړو ادارو په اړه کره او انکار نه منونکي اسناد پاکستان ته سپارل شوي.

د راپورونو له مخې د شنبې په ورځ به د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په مشرۍ، یو پلاوی کابل ته ورسېږي.

ښاغلي میثم په دې اړه چې که پاکستان بیا هم په دې برخه کې رښتیني عمل ونه‎کړي د افغانستان وروستۍ هڅې به څه وي؟ څه ونه ویل، خو د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي د اسلام‎اباد له سفره له راستنېدو وروسته وویل، افغانستان به نورې لارې غوره کړي، خو په دې اړه یې جزئیات ورنه‎کړل.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د اسلام‎اباد له سفره له راستنېدو وروسته په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ترورېستانو د ملاتړو ادارو په اړه یې کره او انکار نه منونکي اسناد پاکستان ته سپارلي دی.

د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک
د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک

د ملي امنیت عمومي رئیس وویل، پاکستان پخوا انکار کاوه، خو دا ځل یې ومنله چې ترورېستي ډلې د دوی له خاورې د افغانستان پر ضد حملې تنظیموي.

اسلام‎اباد ته د افغان پلاوي سفر په داسې حال کې کېږي چې کابل په وروستیو دوو اونیو کې د مرګونو تروریستي حملو شاهد و چې د کابل ځینې ښاریان، امنیتي منسوبین او ځینې بهرنیان په کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د کابل په موټر بم چاودنه کې لا هم یو شمېر کسان لادرکه دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00

په ظاهر کې افغانستان په دې هڅه کې دی چې پاکستان د دغو حملو په مخنیوي کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

بل‎خوا د ولسي جرګې ځینې غړي په دې برخه کې د پاکستان نیت ته د شک په سترګه ګوري.

د دغې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړي داوود کلکاني د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اسلام‎اباد یو ځل بیا هڅه کوي چې په خپل دوه مخې سیاست سره، پر ځان د امریکا فشارونه کم کړي.

دی زیاتوي:

"زما په اند افغانستان ته د پاکستاني پلاوي سفر او دغه اړیکې چې اوس پیل شوي، د پاکستان له لوري رښتینې نه‎دي. پاکستان تل د فشارونو پرمهال غواړي دغه فشارونه کم او وخت ومومي. خو امریکا باید پر پاکستان فشارونه زیات کړي، په دې مانا چې دغه فشارونه کافي نه‎دي."

داوود کلکاني
داوود کلکاني

ښاغلی کلکاني وايي، پاکستان به هغه مهال د ترورېزم پر وړاندې رښتینې مبارزې ته اړ شي چې نړیوال فشارونه پرې زیات شي.

دې وايي، پاکستان باید د ترورېزم د ملاتړي هېواد په توګه په تور لېست کې شامل او بندیزونه پرې ولګول شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG