افغانستان
اجرائیه ریاست: تمه ده سبا شنبه د پاکستان یو پلاوی کابل ته راشي
د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، تمه ده سبا شنبه د پاکستان یو پلاوی کابل ته راشي.
اجرایه ریاست وايي، که څه هم پخوا تر دې کابل ته د پاکستاني پلاوو راتګ ښه نتیجه نه لرله، خو دا ځل افغان حکومت د پخوا په شان منتظر نه شي پاتې کېدلای.
د دغه ریاست مرستیال ویاند امید میثم له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پاکستاني پلاوی به هغه هېواد ته د افغانستان له لوري د ترورېستي ډلو اړوند، د ورسپارل شویو اسنادو په اړه ځواب ووايي.
ده وویل، افغان حکومت هیله لري پاکستان پلاوی سبا له ژمنو سره کابل ته راشي.
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د اسلام اباد له سفره له راستنېدو وروسته په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د ترورېستانو د ملاتړو ادارو په اړه یې کره او انکار نه منونکي اسناد پاکستان ته سپارلي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو کشره لوبډله له هند سره لوبه کوي
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو کشره لوبډله د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ له هند سره مخامخ شي. دا لوبه به د کابل په وخت د غرمې په دولسو بجو د زیمبابوې په پلازمینه هراري کې پيل شي. هند پرون یکشنبې هغه مهال د دې جام نیمه پایلوبې ته لار وموندله چې پاکستان ته یې د ۵۸ منډو په توپیرماتې ورکړه. پرافغانستان او هند سربیره، د استرالیا او انګلستان لوبډلې هم د دې جام د نیمه پایلوبې پړاو ته وتلي دي. په پام کې ده چې د دوی ترمنځ لومړنۍ نیمه پایلوبه سبا سې شنبې د زیمبابوې په بولویوو Bulawayo کې ترسره شي.
د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ورښتونو اټکل
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن دوشنبې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل کړی.
د دې ریاست په خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې د بلخ، جوزجان او هرات ولایتونه به نن دوشنبه (۱۳ دلو) د واورې او باران د ورېدو شاهدان وي.
د باران اندازه له ۱۰ څخه تر ۲۵ میلی متره او د واورې اندازه له ۱۰ څخه تر ۲۵ سانتي متره پورې اټکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو له امله له ۶۰ څخه زیات کسان مړه شوي دي.
نن دوشنبې د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي
نن دوشنبې د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي.
د پولیو فري افغانستان په نوم بنسټ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو د واکسین دغه کمپاین به د افغانستان په ۱۶ ولایتونو، کندوز، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، ارزګان، کندهار او هلمند ولایتونو کې په بشپړډول او د کابل، بلخ او هرات ولایتونو په ځینو سیمو کې ترسره شي. دې بنسټ ندي ویلي چې د دغه کماپین په ترڅ کې به څومره ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکې ورکړل شي خو اټکل کیږي چې په دغو ولایتونو کې به ملیونونه ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین شي.
په نوي ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې تراوسه د پولیو د کومې مثبتې پیښې د ثبتیدو راپورندی ورکړل شوي خوتیرکال په دې هیواد کې د لږترلږه نهمو مثبتو پیښو د ثبتیدو راپورورکړل شوی و. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې لاهم پکې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي له منځه نده تللې. پولیو یا ګوزڼ هغه ناعلاجه ناروغي ده چې یوازې واکسینونه یې مخه یې نیولی شي.
د بلوچستان اعلی وزیر په تېرو دوو ورځو کې د لسګونه وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي
د بلوچستان اعلی وزير میر سرفراز بګټي ادعا کوي چې امنيتي ځواکونو په تېرو نژدې دوو ورځو کې د دې ایالت په بېلابېلو برخو کې د عملیاتو او جګړو پر مهال ۱۴۵مشکوک وسله وال وژلي دي.
ښاغلي بګټي نن په کوټه کې خبریالانو ته وويل، په تېرو ۴۰ ساعتونو کې له وسله والو سره په نښتو کې ۱۷ امنيتي سرتېري هم وژل شوي دي.
د هغه په وینا پرون شنبې په وسله والو حملو کې د وژل شویو ولسي وګړو شمېر ۳۱ ته رسېدلی دی. بګټي زیاته کړه چې په ګوادر کې د یوې کورنۍ پنځه مېرمنې او درې ماشومان چې ټول د خضدار سیمې اوسېدونکي بلوڅان وو، وژل شوي دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه، مستونګ، نوشکي، دالبندین، خاران، پنجګور، تمپ او ګوادر سیمو کې له وسله والو حملو وروسته چې پړه یې بلوڅ بېلتونپالو ومنله، د پاکستان پوځ پرون وویل چې په ځوابي عملیاتو کې یې ۹۲ تنه مشکوک وسله وال وژلي دي.
د پوځ عامه اړیکو څانګې وویل چې د وسله والو په حملو کې ۱۸ ولسي وګړي او ۱۵ پوځیان وژل شوي دي.
طالبان: د تاجکستان له سرحدي ځواکونو سره په ګده د قاچاقبرانو مخنیوی کوو
د طالبانو حکومت، د ګډو ګټو د امنیتي تړون له هغې پرېکړې وروسته چې غواړي د تاجکستان سرحدي ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال کړي ویلي چې ځواکونه یې د تاجکستان له ځواکونو سره په ګډه د ناآرامیو مخنیوی کوي.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه د طالبانو تر ادارې لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته وویل چې د مخدرو موادو قاچاقبران کله ناکله هڅه کوي چې له دې لارې د خپلو ګټو لپاره کار واخلي خو ښاغلي مجاهد وویل افغانستان هڅه کوي چې د تاجکستان له ځواکونو سره په ګډه د دې قاچاقبرانو مخه ونیسي.
روسي رسنیو پرون د ګډو ګټو د امنیتي تړون د مشر طلعت بیګ مسادیکوف له قوله راپور ورکړ چې وايي تاجکستان ته د وسلو د سپارلو لست چمتو کوي خو دا موضوع تر اوسه نه ده روښانه شوې چې تاجکستان ته به دا وسلې څه وخت سپارل کیږي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د تاجکستان امنیتي ځواکونو په ختلان ولایت کې د مخدرو موادو له شکمنو قاچاقبرانو سره د نښتې خبر ورکړ. په دې نښته کې د تاجکستان د سرچینو په وینا ۳ وسله وال ووژل شول او ۲ نور افغانستان ته وتښتېدل.
له دې مخکې په ګډ سرحد کې د نورو ناامنیو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
افغانستان او ایران نن د اسیا جام په فوټسال کې سره مخ دي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن مازیګر له ایران سره مخ کېږي.
دا د اندونیزیا په کوربه توب د فوټسال د اسیايي جام په ګروپي دور کې د افغانستان وروستۍ لوبه ده.
افغانستان دمګړۍ د ډي ګروپ په سر کې ځای لري ځکه خپلې دواړه لومړۍ لوبې یې ګټلي.
په اولنۍ لوبه کې یې درې پر صفر سعودي عربستان مات کړی او په دویمه لوبه کې یې اوه پر صفر مالیزیا له مخې لرې کړې ده.
ایران هم خپله لومړۍ لوبه ۴ پر ۱ له مالیزیا او دویمه لوبه ۲ پر صفر له سعودي عربستان ګټلې.
د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم مشر روزونکی مجید مرتضايي چې په خپله هم د ایران دی ویلي دا وار به د افغانستان د ملي ټیم د بریا لپاره هڅه کوي ځکه وروستی وار افغانستان او ایران د اسلامي پیوستون په لوبو کې خپله مسابقه مساوي کړې وه.
یاده دې وي چې افغانستان واردمخه د اسیايي جام د فوټسال حذفي پړاو یا اتو غوره لوبډلو ته وتلی دی او د ایران په وړاندې بریا یا ماته به په راتلونکي پړاو کوم خاص تاثیر ونه لري خو یواځې به د ګروپ د سر ټیم معلومیږي.
د لویو لارو د خلاصون هڅې؛ ګڼو ولایتونو کې لا هم د درنو واورو او بارانونو اټکل شوی
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې په غور، دایکندي او میدان وردګ ولایتونو کې یې یو شمېر لارې د ټرافیکو پر مخ پرانیستي دي.
د دغه وزارت ویاند اشرف حق شناس شنبې ناوخته په خپله ایکس پاڼه ویلي چې دغو ولایتونو کې یو شمېر لارې د واورې د ورېدو او د توپان له امله موقتاً تړل شوې وې.
د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د فبروري تر څلورمې پورې د درنو واورو او بارانونو د ورېدو اټکل شوی. واردمخه په اکثرو سیمو کې لارې بندې دي.
یوه هم د سالنګونو لویه لار ده چې پلازمینه له شمال سره نښلوي.
دا لار په وقفه يي توګه پرانیستي وي خو هره شېبه یې د بیا بندېدو امکان شته ځکه سالنګونو کې د واورې د ورېدو اټکل شوی او هوا تر منفي پنځلسو پورې سړه ده.
د ټولګټو وزارت ویاند ښاغلي حقشناس له موټر چلوونکي غوښتي چې په واروینو او صعب العبورو لارو د سفر پر مهال ګرمې جامې، خوراکي توکي، اړین روغنیات او د موټرو لپاره ځنځیر یا چېن ولري.
حج کې د افغانستان ۳۰زره ونډې؛ د حج مصارف هم ۱۵زره افغانۍ کم شوي
د راتلونکي ۱۴۰۵ کال د حج لپاره افغانستان ته د دېرشو زرو کسانو ونډه ورکړل شوې ده.
دا خبره د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب د شنبې په ورځ کابل کې یوه خبري کنفرانس ته کړې ده.
د ښاغلي ثاقب په خبره سږ کال به هر افغان زیارت کوونکی ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ فیس ورکوي چې دا اندازه پیسې د تېرې دورې په مقایسه څه باندې ۱۵ نیم زره افغانۍ کمې دي.
د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي وویل چې سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د انتقال لپاره واردمخه له آریانا او کام ایر هوایي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي.
تمه ده د حج مراسم په څه کم څلورو نورو میاشتو کې ترسره شي.
د ګډو ګټو امنیتي تړون له تاجکستان سره پوځي مرسته کوي
د ګډو ګټو امنیتي تړون وایي، د تاجکستان-افغانستان د پولي پر اوږدو د وسله والو نښتو د زیاتیدو له امله به د تاجکستان سرحدي ځواکونه په پرمختللو تجهیزاتو او وسلو سمبال کړي.
دا پریکړه وروسته تر دې وشوه چې د پنجشنبې په ورځ د تاجکستان امنیتي ځواکونو د ختلان په ولایت کې د مخدره موادو له شکمنو قاچاق وړونکو سره نښته وکړه. د دې نښتې په ترڅ کې د تاجکستان د سرچینو په وینا درې وسله وال وژل شوي او نور د افغانستان لور ته تښتیدلي دي.
د ګډو ګټو د امنیتي تړون د مشر تالات بیګ مسادیکوف په وینا روسي رسنیو نن راپور ورکړ چې تاجکستان ته د وسلو د ورسپارلو لست چمتو کوي، خو تر اوسه دا موضوع نه ده روښانه شوې چې کله به دا وسلې تاجکستان ته سپارل کیږي.
روسیه، بلاروس، قزاقستان، قزغزستان او تاجکستان د ګډو ګټو د امنیتي تړون غړي دي.
په دوو ورځو کې د افغانستان د دوو سفارتونو د بندیدو اعلان
په توکیو کې د افغانستان سفارت سر له ننه بند شو.
په جاپان کې د جمهوري نظام د وخت سفیر شیدا محمد ابدالي په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې په خواشینۍ له توکیو روان دی. بل لور ته پرون د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په کانبیرا کې به د افغانستان سفارت د جنون په میاشت کې وتړل شي.