د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

یو شمېر افغان چارواکي د وورستیو امنیتي پېښو اصلي عامل پاکستان بولي


یو شمېر افغان چارواکي په کابل ښار کې د وروستیو حملو اصلي عامل پاکستان بولي او وايي چې د دغه عامل په وړاندې باید جدي مبارزه وشي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال مراد علي مراد د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۱۵» ازادي راډیو ته وویل، وروسته له هغې چې پر اسلام باد باندې د امریکا د ولسمشر له لوري فشارونه زیات شول او وسله وال طالبان په روان لمریز کال کې د ځینو ولایتونو په نیولوکې پاتې راغلل، دوی د ځینو پاکستاني کړیو په لارښونه په کابل حملې وکړې.

ښاغلی مراد د وروستیو تروریستي او تهاجمي حملو د زیاتېدو د لاملونو په اړه وايي:

مراد: امنیتي ارګانونو د مخالفینو د حملو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیولي.
مراد: امنیتي ارګانونو د مخالفینو د حملو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیولي.

"دلیل یې دادی چې د امریکا له لوري پر پاکستان فشارونه راغلي، هغه ژمنې چې طالبانو درلودلې عملي یې نه شوې کړاي، د افغانستان یو ځای او یو ولایت یې هم ونه نیوو، نو له همدې امله دوی له«طالبانو» وغوښتل چې پر ملکیانو خپلې ترهګریزې حملې زیاتې کړي چې زیاته مرګ ژوبله ورته واوړي."

د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال وايي، افغان امنیتي او دفاعي ارګانونو د وسله والو مخالفینو د تروریستي حملو د مخنیوي په هدف پر یو شمېر تیاریو او پلانونو کار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل، ننګرهار، هلمند، کندهار او یوشمېر نور ولایتونو کې وروستیو خونړیو ترهګریزو حملو له ۱۵۰ زیات افغان پوځیان او ملکیان ووژل او سلګونه نور یې ټپيان کړل.

دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي

په کابل کې د ۱۱۱ فرقې د کنډک پر یو جزو تام د حملې مسؤلیت داعش منلی او پر انټرکانټیننټال هوټل او د جمهوریت روغتون مخې ته د حملو مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

تر دې حملو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی پاکستان ته ولاړل او په حملو کې یې د لاس لرونکو کسانو او مراجعوو په اړه اسناد او شواهد له پاکستاني چارواکو سره شریک کړل.

دغو دوو امنیتي چارواکو ویلي، له اسلام اباد نه د کابل تمه داده چې کوم کسان چې په حملو کې لاس لري افغان لوري ته یې تسلیم کړي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي له پاکستان نه تر را ستنېدو وروسته کابل کې خبریالانو ته وویل چې له دې وړاندې اسلام باد په خپله خاوره کې د تروریستي شبکو له شتونه انکار کړی و، خو د نوموړي په وینا دا ځل پاکستان پر دې مسئله اعتراف کړی.

اسلام باد ته د افغان امنیتي چارواکو له سفر وروسته، د شنبې په ورځ یو پاکستانی پلاوی کابل ته راغی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزات ویاند شکیب مستغني د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ورغلي پاکستاني پلاوي د هغو پوښتنو په اړه توضیحات ورکړي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت د عمومي ریاست مشر په اسلام اباد کې مطرح کړې وې.

بل خوا د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار وايي، په کابل ښار کې د وروستیو حملو اصلي عامل پاکستان دی، نو باید د نړیوالې ټولنې له لوري یاد هېواد د تروریستي هېواد په توګه وپېژندل شي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"پاکستان یو عامل نه بلکې د افغانستان د ستونزو مور ده، نه یوازې افغانستان بلکې افغان ولس باید له خپل حکومت سره یوځای شي، څو پاکستاني اړخ ته قوي ځواب ورکړل شي، د ډپيلوماسۍ له مخې هغه څوک چې موږ سره ستراتیژيک تړون لري، باید ورسره خبرې وشي چې پاکستان د یو ترهګر هېواد په توګه اعلان کړي."

ښاغلی مسلمیار زیاتوي، افغان استخباراتي او کشفي ارګانونو په کابل ښار او یوشمېر نورو ولایتونو کې د وروستیو حملو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

د نوموړي په خبره حکومت باید له هغه چارواکي سره چې په خپلو دندو کې ناغېړي کړې ده قانوني چلند وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې جمعې په ورځ وویل چې په استخباراتي بنسټونو کې به اصلاحات راولي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG