د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۳

پاکستان: زموږ پر خاوره د ترهګرو خوندي مرکزونه نشته


د پاکستان د ملي امنیت کومېټې په کابل کې وروستي ترهګریز بریدونه غندلي او د دغو بریدونو په اړه یې د افغان حکومت غبرګون د ځینو بهرنیو کړیو له خوا رامنځته کړی ناسم پوهاوی بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په پلازمېنې کابل په ګډون د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې خونړي ترهګریز بریدونه وشول چې سلګونه ملکیان یې مړه او ټپیان کړل.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي

په دغو بریدونو کې د ځینو خونړیو هغو مسؤلیت طالبانو او د ځینو داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د افغانستان ولسشمر محمد اشرف غني تر دغو بریدونو وروسته د جمعې په ورځ په خپلې وینا کې وویل چې دغه بریدونه طالبانو کړي و، پاکستان یې د طالبانو مرکز وباله او د دې هېواد پر حکومت یې غږ وکړ چې د ترهګرو د خپلو لپاره دې رغنده ګامونه پورته کړي.

خو پاکستان بیا پر خپله خاوره د ترهګرو د خوندي مرکزونو په اړه د افغان حکومت خبر رد کړی او ټینګار کوي چې پر خپله خاوره یې د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد عملیات کړي او هغوی یې ځپلي دي.

د پاکستان ملي امنیت کومیټې د جمعې په ورځ ناوخته په هغه غونډه کې چې مشري یې د دې هېواد د صدراعظم شاهد خاقان عباسي کوله، په کابل کې وروستي ترهګریز بریدونه غندلي او د دغو بریدونو په اړه یې د افغان حکومت غبرګون د ځینو بهرنیو کړیو له خوا رامنځته کړی سوءتفاهم بللی دی.

شاهد خاقان عباسي
شاهد خاقان عباسي

دغه کومېټې همداشان ټینګار کړی چې پر ستونزو سربېره به له افغانستان سره د مثبتو اړیکو لپاره هلې څلې جاري ساتي او په همدې لړ کې به یو جګپوړی پاکستانی پلاوی د کابل سفر وکړي او له افغان چارواکو سره به پر یو لړ مسائلو خبرې وکړي.

که څه هم د ملي امنیت کومېټې د افغان حکومت غبرګون د بهرنیو کړیو رامنځته کړی ناسم پوهاوی بللی، خو د دغو کړیو یادونه یې نه ده کړې.

له بلې خوا بیا د پاکستان د بهرنیو چارو ویاند محمد فیصل هم له افغان طالبانو يا حقاني شبکې سره د پاکستان د همکارۍ تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې په پاکستان کې د ترهګرو پناه‌ځایونه نشته.

د پاکستان د دولتي رسنیو د راپور له مخې، نوموړي د جمعې په ورځ پخپلې اوونیزې خبري غونډه کې ویلي، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جنګ کې ډېر مهم رول لوبولی. او په خبره یې هېواد يې له ۷۰ زياتو هېوادونو سره استخباراتي معالومات شريکوي کوم چې د ترهګرۍ ضد جنګ کې د پاکستان د هوډ څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو وروسته امریکا هم پر پاکستان غږ وکړ چې سمدستي دې هغه وسله وال طالبان ونیسي او یا دې یې پرضد اقدامات وکړي چې په دغوبریدونو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG