د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

هېواد: پاکستان په هغه هېواد کې د وسله والو پر پټنځایونو اعتراف وکړ


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د وروستیو خونړیو حمله په تړاو د پاکستان د لاس لرلو، او په اړه یې د افغان چارواکو او خلکو د غوښتونو په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستانه غوښتي چې په هغه هېواد کې د ترهګرو د پتنځایونو د تړلو په برخه کې اقدام وکړي.

په مطلب کې راغلي چې نوموړي دغه څرګندونې پرون د جمعې تر لمانځه ورسته په ارګ کې کړي او ویلي چې افغان ملت او دولت د څرګند عمل غوښتونکی دی.

په مطلب کې دا هم راغلي چې ښاغلي غني د پاکستان دولت سره د ترهګرو او د هغوی د مرکزونو د لېستونو د شریکولو موضوع ته په اشارې ټینګار کړی چې د طالبانو مرکز په پاکستان کې دی او هغه هېواد باید په دې برخه کې اقدام وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د هغه لوړ پوړي افغان امنیتي پلاوي په حواله چې په دې وروستیو کې اسلام اباد ته تللی و لیکلي چې پاکستان په لومړي ځل په هغه هېواد کې د تروریستي ډلو پر شتون او د هغه هېواد له خاورې نه پر افغانستان د حملو اعتراف کړی دی.

هېواد په خپله سرمقاله کې د یاد پلاوي په حواله لیکلي، پاکستاني چارواکو دا ژمنه کړې چې له دې وروسته به د تروریستانو د ځپلو او نښه کولو په هدف خپل استخباراتي اطلاعات هم د افغان کشفي او څارګرو ادارو سره شریک کړي، خو د سرمقاله لیکونکي په باور افغانان تېرو ته په پام سره د پاکستان دغو ژمنو ته د شک په سترګه ګوري.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، له پاکستان نه دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت وشي.

ور ځپاڼه لیکي، په کابل کې د وروستیو خونړیو پېښو په اړه د افغانستان د ملي امنیت له ادارې سره داسې معتبر اسناد شته چې ښيي، دغه حملې په پاکستان کې د حقاني شبکې له خوا پلان شوې وې.

نو د سر مقاله لیکونکي په باور، افغان حکومت باید دغه تر لاسه شوي اسناد او شواهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپاري چې په دې توګه د پاکستان مداخلې په نړیواله کچه محکمومې او تر فشار لاندې ونیول شي.

XS
SM
MD
LG