د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

ولسمشر غني: وسله وال مخالفین هڅه کوي چې د سولې پروسه سبوتاژ کړي


ولسمشر غني وايي، د دولت وسله وال مخالفین هڅه کوي چې د سولې پروسه سبوتاژ کړي.

په داسې حال کې چې کابل په وروستیو څو ورځو کې د مرګونو حملو شاهد و، افغان ولسمشر بیا هم د سولې خبره کوي.

محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د سولې د عالي شورا غوندې ته په وینا کې وویل چې حکومت د سولې د خبرو لپاره قوي اراده لري.

خو نوموړی د طالبانو وروستیو حملو ته په اشارې سره وايي، هغوی د سولې د پروسې د سبوتاژولو هڅه کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د سولې په برخه کې زموږ نیت قوي شوی او کمزوری شوی نه دی، زموږ ضعف به دا وي چې دښمن د طرحې تابع وګرځوو، د دښمن طرحه دا ده چې د سولې عالي شورا بې اعتباره شي او زموږ نیت تر پوښتنې لاندې راشي چې دې ته ملت اجازه نه ورکوي."

افغان ولسمشر ټینګار کوي چې د سولې د پروسې هدف، د لارې نقشه او پړاونه باید روښانه شي.
نوموړی دغه شان د سوله غوښتونکو او جنګ غوښتونکو طالبانو تر منځ په توپیر کولو ټینګار کوي.

ښاغلی غني د کابل د جمهوریت روغتون مخې ته موټر بم حمله په امریکا کې د سپتمبر د ۱۱مې له پېښې سره برابره ګني.

د ده په خبره، هڅې رواني دي چې افغانستان د ترهګرۍ په نړیوال مرکز بدل شي، هغه هڅې چې ناکامې شوي او ناکامې به شي.

نوموړي وویل، د سولې د ژمنې مانا دا نه ده چې ارامه وي او غچ وانه خلي.

ولسمشر په داسې حال کې جګړه د حل لاره نه ګني او پر سوله ټینګار کوي چې مخکې تر دې د افغانستان د جمهوري ریاست د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ویلي وو چې طالبان له سرې کرښې تېر شوي او تر دې وروسته به سوله د جګړې له لارې تر لاسه کوي.

د سولې په اړه خبرې داسې مهال کېږي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل، د سولې د عالي شورا دفتر ته څېرمه د جمهوریت روغتون مخې ته او د ۱۱۱ نمبر قرقې د یوه کنډک په جزوتام په حملو کې له ۱۳۰ زیات کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

په ورته وخت کې د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي جوړې شوې غوندې ته وویل چې که څه هم له طالبانو سره د سولې رسمي یا غیر رسمي خبرې نه دي پیل شوي، خو د دغې شورا دفتر ته څېرمه حمله له سولې سره د مخالفینو د دښمنۍ ښکارندويي کوي.

د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي
د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي

ښاغلی خلیلي زیاتوي:

"د سولې مخالفینو په بېلابېلو ډولونو خوځښتونه پیل کړي، تر څو خلک ناهیلي او د سولې پر پروسه بدبینه شي چې تر ټولو ښکاره بېلګه یې د ملالۍ واټ پېښه وه."

خو مخکې تر دې نوموړي ویلي وو چې له مخالفینو سره د سولې غیر رسمي خبرې پیل شوې دي.

نوموړی وايي چې د پولیسو په لیکو او محاکمو کې یو شمېر ستونزې د دې لامل شوي چې خلک د وسله والو مخالفینو له لیکو سره یو ځای شي.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان سیاسي کارپون له دې ډلې بشیر بیژن وايي، حکومت لا هم د سولې او جګړې په وړاندې څرګند او متداوم دریځ نه لري او تر ډېره د قضیو په وړاندې غبرګون ښيي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG