د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

کورنیو چارو وزارت: د کابل په پروني برید کې۱۰۳ تنه وژل شوي او ۲۳۵ ټپیان دي


د کابل ښار د صدارت څلور لارې په پروني برید کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۰۳ او د ټپیانو شمېر ۲۳۵ تنو ته ورسېد.

په داسې حال کې چې جمهوریت روغتون ته څېرمه له مرګوني حملې یوه شپه او یوه ورځ تېرېږي، لا هم د دغې حملې د تلفاتو شمېره د زیاتېدو په حال کې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته په یوه خبري غونډه کې د دغې حملې څخه د تلفاتو تر ټولو وروستي جزیات داسې بیان کړل:

"د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۳ او د ټپیانو شمېر ۲۳۵ تنو ته رسېدلای چې له ډلې یې ۵ پولیس وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي."

بل خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، لا هم ځيني جسدونه نه پېژندل کېږي، خو عدلي طب د هویت د تثبیت لپاره کار کوي.

د دغه وزارت په خبره، ځيني جسدونه داسې سوځېدلي چې د پېژندنې لپاره یې ممکن DNA ته اړتیا وي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې پېښې د قربانیانو زیاته برخه ملکيان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، وسله والو د شنبې د ورځې دا حمله د یوه امبولانس موټر په وسیله کړې ده.

د یاد وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه امبولانس موټر د هدف په نیت د جمهوریت روغتون د موټرو له تمځای حرکت کړی و، خو کله چې د پولیسو له خوا وپېژندل شو، انتحاري کس د چاودېدونکو موادو ډک موټر ته چاودونه ورکړه.

خو د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحید مجروح وايي چې دا موټر د کابل امبولانس نه و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغې حملې په تړاو د څلورو کسانو له نیول کېدو هم ویلي دي.

دغې حملې کورني او بهرني تند غبرګونونه راپارولي دي.

ولسمشر غني ویلي، افغانستان له تحمیلي جګړې سره مخ دی، خو هغه دښمنان چې د تمویل او تجهیز ځایونه يې معلوم دي، د دغې جنګ بایلونکي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د دغې حملې په غندلو سره ویلي، طالبانو ته به اجازه ورنه کړي چې بریالي شي.

افغان حکومت د دغې حملې په تړاو چې مسؤلیت یې وسله والو طالبانو منلی، نن یکشنبه ملي ماتم هم اعلان کړی دی.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، تر کومه چې په نظام کې دننه د مخالفینو نفوذي کسان له منځه یونه وړل شي، روان وضعیت نه ښه کېږي.

ښاغلي صدیقي وویل:

"باید ملي پاڅون وکړو، دا جګړه افغان وژنه او نسل وژنه ده، یتیم ماشومان له منځه وړي، دا په حقیقت کې د سیمې د هېوادونو یوه پروژه يي جګړه ده."

د ده په خبره، د سیمې استخبارات د خلکو او حکومت تر منځ د واټن رامنځته کولو په هڅه کې دي.

نوموړی وايي، د وضعیت د بدلېدو په هدف پکار ده چې خلک، دیني عالمان او سیاسیون د وسله والو مخالفینو پر وړاندې ملي پاڅون وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG