د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

وزیري: ۲۰۱۸کال به د افغان ځواکونو د بریا او مخالفینو د ماتې کال وي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، ۲۰۱۸ مېلادي کال به د افغان ځواکونو د بریا او د وسله والو مخالفیونو د ماتې کال وي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې وروستیو خونړیو حملو خلک اندېښمن کړي دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې روان مېلادي کال به امنیتي ستونزې د تېر په پرتله کمې وي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۱۴» ازادي راډیو ته وویل چې په ۲۰۱۸ مېلادې کال کې پر تروریستانو او د دوی پر ملاتړو هېوادونو نړیوالو فشارونو او د افغان ځواکونو سمبالښت دوی د امنیت ښه کېدو او د وسله والو مخالفینو ماتې ته هیله من کړي دي.

وزیري: ۲۰۱۸ کال ان شاءالله د وسله والو مخالفیونو د ماتې کال دی.
وزیري: ۲۰۱۸ کال ان شاءالله د وسله والو مخالفیونو د ماتې کال دی.

نوموړي زیاته کړه:

"۲۰۱۸مېلادي کال ان شاءالله د وسله والو مخالفیونو د ماتې کال دی، نړیوال فشارونه او په څنګ کې یې زموږ د وسله وال پوځ غښتلتوب او کلک هوډ دا ټول د دې ښکارندویي کوي چې ۲۰۱۸مېلادي کال به د مخالفیونو د ماتې کال وي."

د افغانستان دفاع وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د ۲۰۱۸ مېلادي کال لومړۍ میاشت د افغانانو لپاره خونړۍ بلل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي

تازه د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ ویلي چې د روان مېلادي کال په لومړۍ میاشت کې په افغانستان کې نېږدې شپږ سوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یاد ګروپ رسنیو ته په استولي اعلامیې کې ویلي چې یوازې د جنورۍ په میاشت کې په کابل کې په بریدونو کې چې پړه یې طالبانو منلې ۳۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل ښار کې نننۍ چاودنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

په ورته وخت کې د کړکېچ نړیوالې ډلې هم ویلي چې په ۲۰۱۸مېلادي کال کې به په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا کړکېچن شي.

یادې ډلې په خپل یو تازه راپور کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ خپور شو ویلي چې تېر کال طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی و او خلکو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله، دوی ښايي په روان مېلادي کال کې خپلې حملې زیاتې او په دې توګه پر افغان حکومت د خلکو د بې باوره کېدو هڅه وکړي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان هم وايي، که واقعاً پر پاکستان د نړیوالو فشارونه دغه هېواد عملي اقداماتو ته اړ کړي او ترڅنګ یې افغان ځواکونه هم ښه تجهیز شي، ښايي په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې امنیتي ستونزې راکمې شي.

د پوځي چارو افغان کارپوه کابل خان تدبیر وویل:

"زه فکر کوم که ځینې سریع اقدامات د افغان حکومت له لورې ترسره شي بیا کېدای شي د وسله والو پوځي فشار کم شي، لومړی د افغان ځواکونو ملي کېدل او د هغو قوماندانو ګمارنه چې هغوی تر فساد زیات پر جګړې فکر وکړي او بله مسئله دا چې واقعاً نړیوال پر پاکستان فشار راوړي."

د ښاغلي تدبیر په خبره افغانستان له حساسه او نازکو حالاتو تېرېږي، نو افغان ولس او په ځانګړي ډول سیاسي مشران باید ملي ګټو ته تر خپلو شخصي هغو لومړیتوب ورکړي او پری نه ږدي چې وضعیت لا پسې خراب شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG