د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

رپوټ: په ۲۰۱۸کال کې به په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا کړکېچن شي


د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه تازه رپوټ کې افغانستان په هغو لسو هېوادونو او سیمو کې راوستی چې د جګړو له ګواښ سره مخ دي او کړکېچ پکې مخ په زیاتېدو دی.

د بحران نړیوالې ډلې ویلي په افغانستان کې به په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې امنیتي وضعیت لا پسې کړکېچن شي.

دې ډلې دا خبره د چهارشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې چې د لسو له کړکېچ سره مخ هېوادونو په اړه یې خپور کړی یاده کړې ده.

په رپوټ کې راغلي تېر کال طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړ خلکو ته یې درانه تلفات واړول او کېدای شي دا حملې نورې هم زیاتې کړي څو پر افغان حکومت د خلکو باور مات کړي.

رپوټ په کابل کې د جنورۍ پر ۲۷ مه موټر بم حملې ته اشاره کړې چې پکې څه باندې سل کسان ووژل شول او ۲۰۰ نور ټپیان شول.

په کابل ښار کې نننۍ چاودنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

د کړکېچ نړیوالې ډلې په رپوټ کې له دې انتقاد شوی چې د افغانستان په اړه د امریکا نوې پالیسي پر پوځي فشارونو زیاته متمرکزه ده او له همدې امله له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي هڅې کمرنګه شوي دي.

خو افغان حکومت ټینګار کوي چې د خبرو مېز ته د طالبانو د را کاږلو لپاره یې ټول ګامونه اخیستي دي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک د ازادي راډیو په یوه ژوندۍ خپرونه کې د سولې د خبرو د کمرنګه کېدو په باب د کړکېچ نړیوالې ډلې اندېښنې داسې ځواب کړې:

اکرم خپلواک
اکرم خپلواک

"د سولې په برخه کې په وروستیو څلورو میاشتو کې هغه تحولات چې راغلي په تېرو اتو کلو کې نه و، موږ طالب ته وایو چې پیش شرط نه لرو، موږ طالب ته وایو چې بین الافغاني مذاکراتو ته امادګي ولره، موږ طالب ته وایو چې که چېرته د دفتر او نورو برخو کې مشکل ولري موږ ورته اماده یو، موږ ټول شرطونه اخیستي دي له دې نور لوی اقدامات چېرته دي؟ د افغانستان علماء راټول شول له طالبانو یې هیله وکړه، ټولې نړیوالې ټولنې، د امنیت شورا کمېټه چې دلته راغلې وه هغوی د افغانستان له دې دریځ ملاتړ وکړ نور د سولې لپاره کوم اقدامات دي چې هغه ضروري دي او هغه موږ نه وي کړي؟."

ښاغلي خپلواک وویل افغان حکومت طالب پلوي دولتونه په ډاګه کړل، خو لا هم ځینې کړۍ طالبان د یوې وسیلې په توګه کاروي او غواړي د سولې هڅې ناکامه کړي چې د ده په خبره افغان حکومت به د دغو ډلو د له منځه وړلو لپاره مبارزه جاري ساتي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې تازه رپوټ چې د جنورۍ په ۳۱ یې خپور کړی دا هم ویلي افغانستان به ۲۰۱۸ کال کې په سیاسي لحاظ هم له بې ثباتیو سره مخ شي.

د کړکېچ ډلې پر ولسمشر اشرف غني هغو لګېدلیو تورونو ته اشاره کړې چې ګواکې ده ټول واک په لاس کې اخیستی دی.

د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم لانجې، د بلخ پخواني واکمن والي عطا محمد نور او حکومت وروستۍ ناندرۍ، د پارلماني انتخاباتو ځنډېدل او ځینې نور مسایل هغه څه دي چې د کړکېچ نړیوالې ډلې په باور سیاسي بې ثباتي رامنځته کوي.

هېواد: د بلخ لانجه دې نوره نه اوږدېږي

د کړکېچ نړیوالې ډلې له اوسني وضعیته د افغانستان د ایستلو لپاره ځینې وړاندیزونه هم کړي دي.

دې ډلې ټینګار کړی چې اروپايي مشران باید ایران او عربستان وهڅوي چې له خپل نفوذه په کار اخیستلو طالبان د خبرو مېز ته کېنوي، افغان حکومت یې هڅولی چې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره مصمم و اوسي او د سیاسي لانجو د حل لپاره اجماع رامنځته کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG