د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

دفاع وزارت وايي له وسله‌والو د انتقام اخیستلو په هدف عملیات زیاتوي


له وسله‌والو مخالفینو د انتقام اخیستلو په اړه د ولسمشر غني له څرګندونو یوه ورځ وروسته دفاع وزارت د هوايي، شپنیو او کمانډو ځواکونو د حملو د زیاتېدو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۱» ازادي راډیو ته وویل چې د حملو په ډېرېدو سره به له دې وروسته افغان ځواکونه د جګړې په میدانونو کې وسله‌وال مخالفین وځپي.

دولت وزیري وویل چې افغان ځواکونه به د حملو په زیاتېدو هغه سیمې په نښه کړي چې وسله‌وال مخالفین په‌کې فعال دي.

وزیري: موږ هوايي حملې او د شپې عملیات زیاتوو.
وزیري: موږ هوايي حملې او د شپې عملیات زیاتوو.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ هوايي حملې او د شپې عملیات زیاتوو، له هر هغه ځایه چې د وسله‌والو مخالفینو د موجودیت په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړو هلته عملیات کوو او له‌منځه‌یې وړو واضح مثال‌یې غزني او هلمند دی چې موږ په تېرو څو ورځو کې مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده."

موږ هوايي حملې او د شپې عملیات زیاتوو.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني په وزیر محمد اکبر خان جومات کې د ماښام د لمانځه له ادا کولو وروسته وویل، په هېواد کې ترسره کېدونکې ترورېستي حملې غیر اسلامي او غیر انساني دي.

ښاغلي غني ډاډ ورکړ چې د اسلامي موازینو پر اساس به له وسله‌والو مخالفینو انتقام واخلي.

همداراز د امریکا د ولسمشر له هغو څرګندونو وروسته چې د امریکا متحده ایالات اوس له طالبانو سره خبرو ته حاضر نه‌دی د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۰» ازادي راډیو ته ویلي وو چې افغان حکومت به له دې وروسته سوله د جګړې له لارې ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونیو کې په کابل کې د انټرکانټیننټال پر هوټل او همداراز جمهوریت روغتون ته مخامخ په حملو کې ۱۳۰ تنه ووژل شول او شااوخوا ۳۰۰ نور ټپیان شول.

د امنیتي چارواکو په خبره د یادو حملو ډېری قربانیان ملکي وګړي و.

د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي

مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي

بل‌خوا د داعش یا اسلامي دولت په نوم ډلې د شنبې د ورځې په حمله کې چې د ۱۱۱ فرقې په یوه جزوتام‌یې وکړه د ملي اردو ۱۱ کسان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي

په ورته وخت کې یوې حکومتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غوښتل نوم‌یې یاد شي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د وسله‌والو مخالفینو ختمول د افغان دولت یو مشروع هدف دی.

له دې سره د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي، د دولت د وسله‌والو مخالفو ډلو پر وړاندې د عملیاتو ډېرېدل او قاطع دریځ د جګړې په ډګر کې د حکومت د بریا سبب کېدلای شي.

کوهستاني: دا قاطعیت خورا مهم دی.
کوهستاني: دا قاطعیت خورا مهم دی.

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې دا قاطعیت خورا مهم دی، د افغان حکومت او د حکومت د نړیوالو متحدینو له‌خوا د نویو عملیاتو پر مخ وړل کولای شي په اوږد مهال کې د افغانستان د سولې او ثبات سره مرسته وکړي، شاید په لنډ مهال کې موږ د دښمن د تاکتیکي کړنو ښکار هم شو او دوی عملیات ډېر کړي، خو په اوږد مهال کې بیا دوی دا وړتیا او توان نه‌لري چې جنګ وکړي په داسې حال کې چې موږ منظمه اردو لرو چې دښمن ته ماتې ورکولای شو."

ښاغلی کوهستاني دا هم وايي، د دولت د وسله‌والو مخالفینو د حملو د مخنیوي او یا کمولو لپاره باید حکومت په ښارونو کې کشفي او استخباراتي برخې پیاوړې کړي.

دی په دې برخه کې د خلکو همکاري او مرسته هم مهمه بولي او وايي، استخباراتي بنسټونه باید په ښارونو کې د وسله‌والو مخالفینو هستوګن ځایونه کشف او خنثی کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG