د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

ډونالد ټرمپ: له طالبانو سره خبرې نه‌کوو


د امریکا ولسمشر وايي، په افغانستان کې تر وروستیو بریدونو وروسته متحده ایالات نه‌غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ زیاتوي، په هېڅ صورت په نږدې راتلونکي کې له طالبانو سره د متحده ایالاتو خبرې ممکنې نه‎دي.

ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له استازو سره د لیدو پر مهال طالبانو او د افغانستان وضعیت ته په اشارې وویل، فکر نه‎کوي چې متحده ایالات به اوس‌مهال د مذاکراتو لپاره چمتو وي او دا پروسه ډېر وخت ته اړتیا لري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ښاغلي ټرمپ وویل:

"هغه څه چې موږ وینو هغوی یې په ډېره بې‌رحمۍ ترسره کوي. د ښځو او ماشومانو په ګډون خپل خلک وژني، هغه ښځې او ماشومان چې کاملاً بې‌ګناه دي. دا یو ناورین دی. نو ځکه به له طالبانو سره خبرې ونه‎شي. نه‌غواړو له هغو سره خبرې وکړو. هغه څه چې باید ختم‌یې کړو، ختموو یې. که بل څوک نه‎دي توانېدلي دا وضعیت پای ته ورسوي، موږ دا وړتیا لرو چې پای ته‌یې ورسوو."

د امریکا ولسمشر په کلکه پر طالبانو انتقاد وکړ چې خپل بې‎ګناه خلک په بې‌رحمانه ډول وژني.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې په څو پرله‎پسې بریدونو کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په پلازمېنه کابل کې خلکو ته واوښته.

زموږ وینه بې‌ځوابه نه‌پاتې کېږي.

پر انټرکانټیننټال هوتل ډله‎ییز برید، د جمهوریت روغتون ته څېرمه خونړی برید او هم په کابل کې د ۱۱۱مې فرقې د یوه کنډک پر جز و تام حمله کې په مجموع کې ۱۳۰ تنه ووژل شول او سلګونه ټپیان شول.

دغه‌راز ټاکل شوې د افغانستان ولسمشر د دغو پېښو وروسته ډېر ژر ځیني امنیتي اقدامات اعلان کړي.

د ارګ یوې سرچینې چې نه‎یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دغه اقدامات به نن سې شنبه تر غرمې وروسته اعلان شي.

دغې سرچینې له ولسمشر سره د امنیتي ټیم یعنې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت رئیس او د ملي امنیت سلاکار د یوې بېړنۍ غونډې خبر ورکړ.

هغه وویل چې دا غونډه تېر ماښام په اړګ کې وشوه، خو نور جزئیات‌یې ورنه‎کړل.

په‎خپله ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ له خپل اندونیزیایي سیال سره په ارګ کې وویل چې ډېر ژر به وسله‎والو یاغیانو ته جدي ځواب ورکړي.

ولسمشر اشرف غني له خپل اندونیزیایي سیال سره
ولسمشر اشرف غني له خپل اندونیزیایي سیال سره

ښاغلي غني زیاته کړه:

"زموږ وینه بې‌ځوابه نه‌پاتې کېږي. زه د وروستي بشري ناورین په ځواب کې ډېر ژر د خپلو جدي او ښکاره اقداماتو په اړه معلومات ستاسو او خپلو خلکو سره شریکوم."

د کابل د بریدونو او د امریکا د ولسمشر د غبرګون وروسته چې وایي، له طالبانو سره خبرې نه‎کوي، پاکستان یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ د سولې مذاکراتو په ترسره کېدو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په مرکه کې ویلي چې هېواد یې پر وسله‎والو طالبانو ډېر محدود نفوذ لري.

دی وايي:

"زموږ غوښتنه او ملاتړ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه ده او دا د افغانستان د بحران د هواري لپاره تر ټولو ژر حل‎لاره ده. پاکستان هره هغه مرسته او همکاري چې اړتیا يې وي، ترسره کوي ځکه ترورېزم ګډ دښمن دی. موږ که پر طالبانو نفوذ هم ولرو، ډېر محدود دی. دا عمومي موقف دی چې په وار وار د پاکستان له لوري تکرار شوی دی."

پاکستان د امریکا او افغانستان د لوړپوړو چارواکو له‎خوا د وسله‎والو یاغیانو په ملاتړ تورن شوی دی.

د امریکا ولسمشر یوه میاشت وړاندې پاکستان په درواغ ویلو او د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې په نه‌همکارۍ تورن کړ.

خو پاکستان دا تورونه ردوي چې ګواکې د طالبانو، حقاني شبکې او نورو یاغي ډلو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG