د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

ویسا: کابله وایه چې د چا سپېره نظر وخوړئ؟


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره په پلازمېنه کې د تېرې ورځې په خونړۍ موټر بم حمله کې د درنې مرګ ژوبلې او په‎دې اړه په نړیواله کچه په پورته شویو غبرګونونو بحثونه کړي دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې خپله سرلیکنه کې د کابل پرونۍ حملې ته په اشارې چې په‎کې ۹۵ کسان ووژل شول او له ۱۵۰ زیات ټپیان شول، لیکلي دي چې د پلازمېنې په ګډون په ټول هېواد کې امنیتي حالت خورا ترینګلی شوی دی.

ورځپاڼې وړاندې دا پوښتنه کړې چې په کابل، ننګرهار، کندهار، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د دغو بوګنوونکو حملو عوامل څه کیدای شي؟ ایا د ملي وحدت حکومت د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی، ایا پاکستان، امریکا او افغان حکومت ته د وروستیو فشارونو سبق ورکوي؟

ورځپاڼه لیکي:

که څه هم د اکثره دغو حملو تر شا د پاکستان د استخباراتي اداری لاس ښودلی کېږي، خو د ملي وحدت حکومت مشران باید پوه شي چې ولس ته دوی مسؤل دي، نه پاکستان او امریکا، نو په‎کار ده چې دوی د ولس د ساتنې او ارامتیا لپاره جدي اقدامات وکړي او ولس له دغه‌شان د سړکونو پر سر له مظلومانه وژلو وژغوري.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې پرونۍ حمله او په‎کې درنه مرګ ژوبله د وحشتونو نوې څپه بللې او لیکلي یې دي چې افغانستان له پخوا راهیسې د پردۍ جګړې په اور کې سوځي، خو د ملي وحدت حکومت، افغانستان لا زیات د جګړې، وحشت او وژنو لور ته یوړلو.

ورځپاڼې لیکلي دي، په‎داسې حال کې چې ولس ژاړي، خپلو اولادونو په سوځېدلو او ټوټه ټوټه جسدونو خاورې اړوي، خو ارګ یا له نور سره په چنو بوخت دی او یا هم د تدارکاتو کمېټې په غونډو بوخت دی.

ورځپاڼې په هېواد کې موجوده حالت د اندېښنې وړ بللې او لیکلي یې دي چې یو څوک باید د دې حالت په اړه ځواب ووایي، افغانانو ته په‎کار ده چې نور نو سره یو شي او دغو وحشتونو ته د پای ټکی کېږدي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د کابل د پرونۍ حملې یو لامل د هېواد د استخباراتي او کشفي ادارو کمزوري بللې او لیکلي یې دي چې دغه ادارې د ترهګرېزو فعالیتونو پر وړاندې پاتې راغلي دي.

ورځپاڼه لیکي چې یوازې د افغان حکومت استخباراتي او کشفي ادارې نه، بلکه د ناټو او امریکا استخباراتي ادارې هم فعاله دي، خو بیا هم وسله‎وال د دوی د کمزورۍ نه په ګټې اخېستنې خپلو اهدافو ته ځان رسوي.

ورځپاڼې وړاندې سپارښتنه کړې ده چې د ټولو کورنیو استخباراتي او کشفي ادارو په تشکیلاتو دې له سره غور وشي او مسؤل چارواکي باید ځواب ووایي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې د پرونۍ حملی په اړه د خپل بحث په پیل کې کابل مخاطب کړی او پوښتلي دي چې کابله وایه چې د چا سپېره نظر وخوړئ؟

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې کابل بیا په وینو سور شو، بیا په‎کې وړوکی قیامت جوړ شو.

د کانټیننټال هوټل د ویر ټغر لا ټول نه وو چې پرون د موټر بم چاودنې په سلګونو کورنۍ بیا ویرجنې کړې.

ورځپاڼې وړاندې په هېواد کې د موجوده حالت پړه پر حکومت اچولې او لیکلي یې دي چې دا د افغان چارواکو بې کفایتي ده چې نن یې افغانان بیه پرې کوي.

ورځپاڼه لیکي:

که له چارواکو سره د ولس فکر وي، نو همدا نن دې بېړنې حالت اعلان کړي او له موجوده حالته د وتلو په لارو چارو دې غور وکړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي چې په تلو-تلو د هېواد امنیتي حالت لا پسې خراب او پیچلی شوی دی او طالبان او داعشیان په پلازمېنه کې په لسهاو بې‌ګناه خلک وژني.

ورځپاڼه لیکي چې په پرونۍ پېښه کې له درنې مرګ ژوبلې وروسته یو زیات شمېر کورنۍ د ویر په ټغر ناستې وې او دا ځکه چې عزیزان یې په دغه چاودنه کې وژل شوي وو.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي:

د حالاتو په پام کې ساتلو سره خلک د ولسمشر او د هغه د کابینې د استعفا غوښتنه کوي، ځکه د ورځپاڼې په وینا دا کار به موجوده ناورین ته د پای ټکی کېږدي.

XS
SM
MD
LG