د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

په تور لیست کې د حقاني شبکې او طالب ځینو چارواکو د نومونو په اړه د نظر اختلاف


د سولې د عالي شورا يو شمېر غړي او د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکا له خوا د طالبانو او حقاني شبکې پر يو شمېر غړو د بندیزونو لګولو په مسئله کې يوه خوله نه دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د امریکا د دغه اقدام هرکلی کړی، خو د سولې د عالي شورا يو شمېر غړي بیا وايي چې دغه کار د افغانستان له اوسنیو ستونزو د هواري سره مرسته نه شي کولای.

د دغې شورا غړي محمد امین وقاد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو او حقاني شبکې د کومو غړو نومونه چې د امریکا له خوا په تور ليست کې شامل شوي، په امریکا او اروپا کې پانګه او فعالیت نه لري.

نوموړی وایي:

"هر هغه حرکت چې د سولې لپاره د طالبانو د هڅونې او تشویق مخه نیسي، د سولې د بهیر په ګټه نه دی، په کومو کسانو چې تحریمونه وضع شوي، په امریکا او اروپا کې سرمایه او فعالیت نه لري چې په هغوی دې دغه تحریمونه تاثیر ولري، کوم وسله وال مخالفین چې اکمالېږي، د هغوی ترشا داسې لاسونه دي چې کولای شي دوی هر وخت اکمال کړي."

امریکا د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو د ډلې د څلورو تنو او دغه شان د حقاني شبکې د دوو تنو غړو نومونه يې په تور ليست کې شامل کړي دي.

عبدالصمد ثاني، عبدالقدیر بصیر، حافظ محمد پوپلزی، مولوي عنایت الله، فقیر محمد او ګلا خان د طالبانو او حقاني شبکې هغه غړي دي چې نومونه یې په دې ليست کې شامل شوي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعې په ورځ په تور ليست کې د دغو کسانو د نومونو له شاملولو هرکلی وکړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویندوی دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې په ترورېستي ډلو او د هغو په ملاتړو د تحریمونو وضع کول په دغو ډلو د فشار واردلو يوه لار ده چې باید داشان اقدامات لا شدید شي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې په تور ليست کې د طالبانو او حقاني شبکې د یادو غړو د نومونو شاملول د افغانستان پر وضعیت او د سولې پر بهیر څه اغېز لرلای شي؟

ګل الرحمن قاضي
ګل الرحمن قاضي

دې پوښتنې ته د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ګل الرحمن قاضي داسې ځواب وايي:

"دا خو دوه، درې يا څلور تنه نه دي چې دا تحریمونه پرې وضع او ستونزه ورسره ختمه شي، په هېواد کې دغه وضعیت اوس بېلابېل اړخونه پیدا کړي او يو شمېر نور هېوادونه هم په کې داخل شوي، اوس غوره دا ده چې دغه قضیه له بهر نه راټول او افغانانو ته وسپارل شي او له افغانانو سره همکاري وشي چې دوی په خپلو کې کېني او خپله موضوع په خپله حل کړي. "

د نړیوالې ټولنې له خوا د افغانستان د دولت پر وسله والو مخالفینو او ملاتړو يې د فشارونو راوړل د افغان حکومت هغه غوښتنه نه ده چې په وار وار یې پرې ټینګار کړی دی.

د ولسي جرګې غړی عبدالحی اخندزاده هم دغه فشارونه ګټور بولي او وايي چې د دې لپاره چې طالبان د سولې له بهیر سره يوځای شي، په کار ده چې په پاکستان کې د دوی د تجهیز او تمویل پر مرکزونو فشارونه زیات شي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG