د امریکا متحده ایالتونو شپږ تنه په تورلست کې شامل کړل، د دې پرېکړې لپاره یې دوه علته یاد کړي، د طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ او له پاکستان سره اړیکې.
په دې اړه احمد شیبر د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد نصر الله ستانکزي سره مرکه کړې او لومړی یې دا پوښتنه ترې کړې ده چې د امریکا خزانې وزارت د دغو بندیزونو د لګېدو پر مهال په خپله اعلامیه کې له پاکستان سره د ارتباط مسئلې ته څرنګه اشاره کړې؟