د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

افغان حکومت په تورلیست کې د ۶ طالب چارواکو له شاملېدو هرکلی وکړ


افغان حکومت په تورلیست کې د حقاني شبکې او طالبانو د ۶ چارواکو له شاملېدو هرکلی وکړ.

افغان حکومت وايي، تل یې پر ترورېستي ډلو او هغو هېوادونو چې ملاتړ یې کوي، د فشارغوښتنه کړې او په دې برخه کې د امریکا له وروستي اقدامه هم هرکلی کوي.

د جمهور رئیس د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پر ترورېستي ډلو فشار ځکه مهم دی چې د فعالیتونو دوام یې د سیمې او نړۍ ثبات ګواښي.

د جمهور رئیس د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د جمهور رئیس د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"پر ترورېستانو د فشار راوړلو په برخه کې بندویزونه هم یو انتخاب دی، ملاتړ یې کوو او موږ تمه لرو چې پر ترورېستي ډلو او د هغو هېوادونو چې ملاتړ یې کوي، اقدامات زیات او نور هم شدید شي، ځکه په ازاده توګه د ترورېستي ډلو د فعالیتونو دوام کولای شي چې د سیمې او ټولو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي."

د ښاغلي مرتضوي په خبره، پر هغو هېوادونو چې ترورېزم څخه ملاتړ کوي، د امریکا له لورې فشارونه به د دې لامل شي چې دغه هېوادونه لا نور څنډې ته شي.

د امریکا متحدو ایالتونو یوه ورځ وړاندې یعنې د پنجشنبې په ورځ د حقاني شبکې د دوو غړو په ګډون څلور طالبان په تور لیست کې شامل کړل چې په خبره یې، ټول په پاکستان کې ژوند کوي.

د ترورېزم او د مالي استخباراتو په چارو کې د امریکا د مالیې وزارت مرستیال سیګال منډیلکر ویلي چې په تور لیست کې شامل شوي کسان له ائتلافي ځواکونو سره په جګړې او د طالبانو او حقاني شبکې په مالي تمویل کې یې لاس درلود.

په هغه اعلامیه کې چې د همدې موضوع په اړه د امریکا له مالیې وزارت څخه خپره شوې، راغلي چې د پاکستان حکومت باید د طالبانو او حقاني شبکې د ځالو د ختمولو او د هغوی د مالي سرچینو د بندولو لپاره له امریکا سره ګډ کار وکړي.

عبدالصمد ثاني، عبدالقدیر بصیر، حافظ محمد پوپلزی، مولوی عنایت الله، فقیر محمد او ګلاخان حمیدي هغه کسان دي چې نومونه یې د امریکا له لورې په تورلیست کې شامل شوي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي که څه هم د امریکا له دغه اقدامه هرکلی کوي، خو د افرادو پرځای پر پاکستان د فشارونو د زیاتولو غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې غړي عبدالحی اخند زاده وایي:

"ترهغې چې د طالبانو او حقاني شبکې پر مرکزونو چې په پاکستان کې دي، جدي فشارونه را نه وړل شي، فکر نه کوم چې طالبان دې سوله وکړي."

د ښاغلی اخند زاده په خبره، وروستیو اقداماتو ته په کتو دا د افغانانو لپاره ښه زیری دی چې امریکایان غواړي د فشار له لارې پاکستان په افغان سوله کې همکارۍ ته اړ کړي، خو باید دغه فشارونه همدا شان دوام ومومي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG