د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

ارګ: د طالبانو په وړاندې به له ټولو امکاناتو او وسایلو کار واخیستل شي


د وسله‎والو طالبانو له‎خوا په کابل او یو شمېر ولایتونو کې وروستیو خونړیو حملو ته په پام سره ايا په نږدې راتلونکي کې له دې ډلې سره د افغانستان د حکومت د سولې د خبرو امکان شته؟

د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه‌حسین مرتضوي تېره شپه ناوخته د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې وویل، طالبانو ته د سولې د خبرو فرصت ورکړل شوی و، خو هغوی یې پر ځای د افغانستان د بې‌ګناه خلکو وژلو ته ادامه ورکړه چې د افغانستان حکومت به د خلکو او د افغانستان د دیني عالمانو په غوښتنه د دغې ډلې په وړاندې له ټولو امکاناتو او وسایلو کار واخلي.

د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي
د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلی مرتضوي وايي:

"د دې لپاره چې طالبان نور له ټولو سرو کرښو تېر شوي او د افغانستان خلک به د دې او نورو ډلو په وړاندې د افغانستان د حکومت په خوا کې ودرېږي."

که څه هم مرتضوي د وسله‎والو طالبانو په وړاندې د مشخصو اقداماتو په اړه څه ونه‎ویل، خو د افغانستان د امنیتي ارګانونو لوړپوړو چارواکو د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې چې د کابل وروستۍ خونړۍ حملې ته ځانګړی شوی و، وویل چې د وسله‎والو طالبانو او نورو ډلو په وړاندې به په کلک هوډ د هېواد په مختلفو برخو کې پوځي عملیات پراخ او امنیتي تدابیر زیات کړي.

د بې‌ګناه افغانانو له قاتلینو به غچ واخلو.

په کابل کې د شنبې د ورځې د خونړي برید په اړه چې چارواکو یې د مړو وروستی شمېر ۱۰۳ تنه او د ټپیانو ۲۳۵ تنه ښودلی، په جوړه شوې خبري غونډه کې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وویل، په مختلفو ولایتونو کې د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې وسله‎وال طالبان او نورې ډلې ډېرې ځپل شوي او همدا علت دی چې دوی ځان‎وژونکو حملو ته مخه کړې ده.

ښاغلي بهرامي وویل، د ژمي لپاره په ځانګړو عملیاتو کې تر اوسه د طالبانو ۱۸۰۶ او د داعش ۳۹۵ وسله‎وال وژل شوي او همدومره نور یې ټپیان شوي دي.

هغه ټینګار وکړ چې د بې‌ګناه افغانانو له قاتلینو به غچ واخلي.

د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي
د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي

ښاغلي بهرامي زیاته کړه:

"موږ درسره ژمنه کوو چې د افغانستان د خلکو له قاتلانو به د خپلو شهیدانو د وینو غچ اخلو."

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل، که د دښمن مخه د کابل ښار په څنډو کې ونه‌نیول شي په ښار کې یې مخنیوی ګران کار دی.

ښاغلي برمک د کابل ښار په څنډو کې د امنیتي کمربندونو د پیاوړي کېدو په اړه وویل:

"هڅه کوو چې راتلونکې میاشت د کابل ښار لمنو، څلورو امنیتي کمربندونو ته ترتیبات ونیسو، که هر څه وکړو په خواشینۍ سره د کابل ښار دننه امنیتي وضعیت به همداسې زیانمنونکی وي."

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې رئیس معصوم ستانکزي د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو او نورو د دولت مخالفه وسله‎والو ډلو د فعالیتونو زیاتوالی بیا په دې هېواد کې د سیمې د استخباراتي کړیو له فعالیتونو سره وتاړه او ویې‌ویل، افغانستان چې اوس‌یې پر یوه هېواد چې اشاره‌یې پاکستان ته وه، د خپلې اتکا د راکمولو لار غوره کړې، له فراه نه نیولې په هرات او نورو سیمو کې حملو زور اخیستی دی.

ښاغلي ستانکزي وویل:

"دغه لاره چې افغانستان غوره کړې غواړي چې پر یوه هېواد پر یوه اقتصاد، پر یوې لارې پورې تړلی ونه‎اوسي، دې مسئلې په خپله موږ ته یو بل سرخوږی جوړ کړی. له هغې ورځې چې د چابهار بندر پرانیستل شوی، له کندهاره تر ادرسکنه «د هرات ولسوالۍ» ولې نا ارامه شوې، ولې فراه په نورو وختونو کې دومره نه‌و ناارامه شوی چې اوس په دې وروستیو کې د دغې لارې له پرانیستلو سره ناارامه شوی. له کله چې د مرسته شویو غنمو لومړۍ جوپه افغانستان ته راورسېده، ټوله سیمه د جګړې په یوه منظم ډګر بدله شوې."

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې رئیس معصوم ستانکزی
د افغانستان د ملي امنیت د ادارې رئیس معصوم ستانکزی

​ښاغلي ستانکزي هم د افغان ولسمشر د سرپرست ویاند شاه‌حسین مرتضوي پر هغې خبرې چې ازادي راډیو ته‌یې کړې او ویلي و چې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د خونړیو حملو زیاتوالی، پر پاکستان د امریکا او نړیوالو د فشارونو د زیاتوالي نتیجه ده، تأکید وکړ او زیاته‌یې کړه:

"دا چې پر پالېسي بیا غور شوی او نړیوالو پر پاکستان فشارونه راوستي، دغه فشارونه د افغانستان له خلکو څخه د غچ اخیستو لپاره ترجمه شوي دي."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بیا د کابل د وروستۍ حملې د غندنې په ترڅ کې يو ځل بیا له ټولو هېوادونو د طالبانو او د هغوی د ملاتړې ترورېستي اساسي بنسټونو پر ضد د پرېکنده اقداماتو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG