د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۵۵

د تشدد زیاتوالی؛ پر طالبانو که پر پاکستان د فشارونو نتیجه!


په کابل کې د وروستیو خونړیو حملو له زیاتېدو سره پر وسله‌والو طالبانو د پوځي فشارونو او پر پاکستان د نړیوالو سیاسي فشارونو مسئله بیا توده شوې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني نن دوشنبه په کابل کې د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو سره په یوه خبري کنفرانس کې په کابل کې د وروستۍ خونړۍ حملې په اړه یو ځل بیا په غیر مستقیم ډول پاکستان ته د انتقاد ګوته ونیوله، طالبان‌یې د پاکستان غلامان وبلل چې د ده په وینا، دا ځل‌یې د خپل بادار په فرمایش له ځنډ پرته مسؤلیت ومانه چې له سیاسي انزوا د خپل بادار د را ایستلو لپاره‌یې زمینه برابره شي.

دا خبره یوازې ولسمشر غني نه‌کوي، بلکې اکثره افغان چارواکي او کارپوهان په افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو زیاتوالی پر پاکستان د امریکا په ګډون د نړیوالو سیاسي فشارونو او پر وسله‌والو طالبانو د پوځي فشارونو د زیاتوالي نتیجه بولي.

یو له دغو مخورو سیاستوالو او د چارو کتونکی د افغانستان او د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل‌زاد دی چې تېره ورځ‌یې له ازادي راډیو سره په مرکه کې د دې وړاندوینه هم وکړه چې د دغو فشارونو له لا زیاتېدا سره ښایي چې افغانستان د لاخونړیو بریدونو شاهد وي.

ډاکتر زلمی خلیل‌زاد
ډاکتر زلمی خلیل‌زاد

ښاغلی خلیل‌زاد ویلي:

"په دې کې شک نه‌شته چې هر څومره چې پوځي فشارونه پر وسله‌والو طالبانو زیاتېږي، داسې یو حالت به رامنځته شي چې جګړه به لاپسې توده شي او پاکستان او د دې هېواد په ادارو کې د ترهګرو ملاتړي او یو شمېر ترهګرې ډلې به په عکس‌العمل کې لکه د کابل د نن ورځې د حملې په شان پر اعمالو لاس پورې کړي."

که د افغانستان د خاورې دننه هره خونړۍ حمله وسله‌وال طالبان یا نورې د دولت مخالفې وسله‌والې ډلې کوي او ملامتي یې بیا هم پر پاکستان اچول کېږي، بیا به‌یې هم ستر قرباني پاکستان نه، بلکې عام افغانان وي.

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وایي، د تېرو څلورو لسیزو تجربو ښودلې چې د پوځي، سیاسي یا اقتصادي فشارونو زیاته قرباني افغانانو ورکړې او په خواشینۍ سره بیا به‌یې هم ورکوي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي:

"زه فکر کوم چې په طبیعي ډول که خدای مه‌کړه دغه وضعیت دوام وکړي او دغه تاوتریخوالي او دغسې حملې، پوځي فعالیتونه او ترورېستي فعالیتونه زیات شي، نتیجه به‌یې دا وي چې په خواشینۍ سره ملکي افغانان به‌یې قربانیان وي، لکه دا اوس چې دي."

خو دا پوښتنه راپورته کېږي چې که د افغانستان حکومت پر پاکستان چې هغه د وسله‌والو طالبانو اصلي ملاتړی بولي، د نړیوالو سیاسي او نورو فشارونو ته خوښ دی او د هغو هرکلی کوي او د سولې د خبرو مېز ته د حاضرولو لپاره پر طالبانو د پوځي فشارونو د زیاتوالي خبره کوي، ایا د دغو دواړو هڅو ناوړو نتیجو ته به‌یې هم سم تدابیر سنجولي وي؟

دا پوښتنه مو د افغانستان د دفاع وزارت له ویاند جنرال دولت وزیري څخه وکړه.

ښاغلي وزیري په دې خبرې تأکید وکړ چې دښمن د جګړې په ډګر کې ډېره ماته خوړلې او زیات تلفات ورته رسېدلي، ځکه‌یې ښارونو کې ځان‌وژونکو حملو ته مخه کړې چې دوی هم ورته تدابیر نیولي دي.

دولت وزیري
دولت وزیري

دولت وزیري وایي:

"دښمن اوس له خپلو بادارانو هماغه هدایت اخیستی چې په ښارونو کې ځانمرګي بریدونه وکړي، دا د دوی تاکتیکي حملې دي، تاسو باور وکړئ چې په ډېر نږدې وخت کې به ان‌شاءالله د دوی دا حملې هم پای ته ورسېږي او دوی به کاملاً ناکام وي."

که څه هم افغان امنیتي چارواکي دا خبره کوي چې دښمن د جګړې په ډګر کې ځپل شوی او همدا علت دی چې ښارونو کې ترورېستي حملو ته‌یې مخه کړې، خو اکثر افغانان بیا ډېر له دې خبرې سره موافق نه‌دي او وایي، که افغان چارواکو د دغو حملو خطر درک کړی وی، هغوی یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

اکثره افغان کارپوهان او عام وګړي په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو د پای ته رسېدو لپاره پر یوې حل لارې ډېر تأکید کوي چې محور یې تر ډېره پر پاکستان څرخي، پر هغه هېواد چې کله نا کله افغان مشران ورسره یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د دولت په دولت د سولې خبره کوي او ډېر ځلې هم ورسره د هر ډول همکارۍ د دوام د پرېکون خبره کوي.

د پاکستان په وړاندې د افغانستان د سیاست دغه تناقض له کومه ځایه سرچینه اخلي؟

یو ځل بیا د حقوقو او سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی یې په اړه وایي:

"دا تناقض له دوو اړخونو سرچینه اخلي، یو له کابله، هغه هم د دې لپاره چې په خواشینۍ سره په تېرو ۱۶ کلونو کې موږ د پاکستان په ارتباط یوه واحده ستراتېژي نه‌درلوده او علت‌یې هم دا و چې زموږ نړیوالو متحدینو د افغانستان او پاکستان په اړه ډېره روښانه ستراتېژي نه‌ده تصویب کړې، دا اوس هم چې امریکایانو یوه ستراتېژي جوړه کړې، بیا د ناټو او د ناټو د غړو هېوادونو د ستراتېژۍ هېڅ درک نه‌لګېږي او موږ د متحدینو په توګه په یوه دوه لاري کې پاتې یوو. سربېره پر دې چې په خپله افغانانو هم د پاکستان په ارتباط متأسفانه یو ځانګړی سیاست نه‌دی درلودلی او یوه خاصه ستراتېژي چې هغه ارائه شوې وي او ټولو پرې سلا کړې وي، وجود نه‌لري. دوهمه خبره بیا د اسلام‌اباد له ادرسه ده، اسلام‌اباد له افغانانو سره ستراتېژیک حرکت نه‌کوي، تاکتیکي حرکتونه کوي، مقطعي حرکتونه کوي، فقط د لنډې مودې لپاره یو سیاست مخ ته وړي، دا په داسې حال کې چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان ستراتېژي د دې هېواد له تأسیسه طرحه شوې، په تېره بیا هغه وخت چې روسانو پر افغانستان یرغل وکړ. دغه ستراتېژي ډېره علني شوه، هغه دا ده چې باید په کابل کې یو کمزوری حکومت واوسي، دا حکومت باید په پاکستان پورې تړلی وي، که هغسې نه‌وي، حد اقل دا حالت باید ولري چې له هند سره نږدې نه‌وي، داسې یو دولت باید وي چې د ډیورند مسئله مطرح نه‌شي کړای او د شوروي اتحاد له سقوط وروسته پاکستان زما په عقیده، دا فکر هم کوي چې د مرکزي اسیا اقتصاد باید له پاکستانه کنټرول شي او افغانستان یوازې د یوه پل حیثیت ولري."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

​د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتېژۍ له اعلان راهیسې د ټرمپ په ګډون اکثره لوړپوړي امریکایي چارواکي د پاکستان په وړاندې له سخت دریځه نه‌دي په شا شوي، خو ایا دوی نور څومره فشارونو ته اړتیا لري چې پر پاکستان‌یې راوړي، تر څو اسلام‌اباد د کابل او واشنګټن له غوښتنو سره سم، سمې لارې ته سیخ شي؟

په واشنګټن کې د ودرو وېلسن په تحقیقاتي انسټټیوټ کې د افغانستان او پاکستان د چارو څېړونکی مایکل کوګلمن وایي، ګومان نه‌کوي چې پاکستان دې دا درک کړې وي چې امریکا د دې هېواد په وړاندې ګواښونو کې جدي دی.

هغه څه موده مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې د نوې ستراتېژۍ له مخې له اسلام‌اباده د واشنګټن د مشخصو غوښتنو په اړه وویل، پاکستان طالبان په تېره بیا حقاني شبکه په افغانستان کې د خپلو ګټو ملا تړلې یوه شبکه بولي چې په دې هېواد کې یې ګټې تأمینوي او دی ګومان نه‌کوي چې اسلام‌اباد به په ډېره اسانۍ د دغې شبکې د ځپلو لپاره اقدام وکړي.

نوموړي وویل:

"پاکستان خپله ډېره ګټه په دې کې ویني چې د حقاني شبکې پر ضد اقدام ونه‌کړي، مګر دا چې دا احساس وکړي یا ګواښ ورته وشي چې امریکا به په رښتیا سره خورا زیات جدي او لوی اقدامات وکړي، مثلاً دا چې پر پوځي مشرانو یې له ترورېستانو سره د اړیکو په خاطر بندیزونه ولګوي، یا دې ته ورته بل اقدام وکړي."

خو پاکستان د دغو فشارونو په اړه ویلي چې خپله د ترهګرۍ ستر قرباني دی او امریکا باید په افغانستان کې د خپلې ۱۶ کلنې جګړې ملامتي پر دې هېواد وانه‌چوي.

XS
SM
MD
LG