د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستې لپاره د اندونیزیا چمتووالی


د اندونیزیا ولسمشر وايي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د سولې په برخه کې مرسته وکړي.

د اندونیزیا ولسمشر وايي، هېواد به‌یې پر سولې سربېره له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزو، زېربنايي چارو او نورو بېلابېلو برخو کې مرسته او همکاري وکړي.

جوکو ویدودو چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۹» په یو رسمي سفر کابل ته راغلی، له خپل افغان سیال سره تر کتنې وروسته‌یې یوې ګډې خبري غوندې ته وویل، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د سولې راوستلو په برخه کې مرسته وکړي.

د اندونیزیا ولسمشر او مېرمن یې
د اندونیزیا ولسمشر او مېرمن یې

نوموړي زیاته کړه:

"ولسمشر غني او ما چې سره خبرې وکړې، ومو ویل چې د سولې د راوستلو تر څنګ باید په اقتصادي برخو کې هم کار وشي، د سولې هغه فرصتونه چې اوس‌یې موږ لرو، باید ترې استفاده وکړو، د سوداګرۍ په برخه کې هم باید همکاري وکړو، اندونیزیا چمتو ده چې له افغانستان سره په زېربنايي چارو کې او د پوهنتونونو د سکالرشیپونو په برخه کې مرسته او همکاري وکړي."

نوموړی وايي، دوی په پام کې لري چې په افغانستان کې د اندونیزیا یو اسلامي مرکز هم جوړ کړي.

ولسمشر ویدودو د دوشنبې په ورځ کابل ته راغلی او ویل کېږي چې په خپل افغان سیال سربېره‌یې د ملي وحدت حکومت له یو شمېر نورو چارواکو سره هم کتلي دي.

له ۱۹۶۱ میلادي نه کال ورسته دا د اندونیزیا لومړنی ولسمشر دی چې افغانستان ته سفر کوي.

د افغانستان او اندونیزیا ولسمشران
د افغانستان او اندونیزیا ولسمشران

نوموړی له دې وړاندې پاکستان ته تللی و او له خپل پاکستاني سیال ممنون حسین سره‌یې د کتنې پر مهال د افغانستان، اندونيزيا او پاکستان د ديني عالمانو د يوې ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز کړى و.

پاکستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم له دغه وړاندیز سره موافقه کړې او د همکارۍ ژمنه‌یې کړې ده.

افغان ولسمشر چې له خپل اندونیزیايي سیال سره‌یې دغې ګډې خبري غونډې ته خبرې کولې، وویل چې تمه ده چې افغانستان وتوانېږي د اندونیزیا له تجربو او نېکو مشورو او له هغو ګډو اهدافو چې د علماوو اجماع او له افراطیت سره مقابله ده، استفاده وکړي.

محمد اشرف غني وویل، دا چې سوله زموږ د خلکو اساسي او حیاتي اړتیا ده، مجبور یوو چې د ولس په زور یې ترلاسه کړو.

د اندونیزیا او افغانستان ولسمشران
د اندونیزیا او افغانستان ولسمشران

ښاغلي غني زیاته کړه:

"دا چي سوله زموږ د خلکو اساسي او حیاتي اړتیا ده، موږ مجبور یوو چې دا سوله د ولس په زور ترلاسه کړو او د خپلو مظلومو خلکو د وینو بدل واخلو، عدالت زموږ غوښتنه ده او موږ د دغې غوښتنې پر ځای کولو ته اړ او ژمن یوو."

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو خپل افغان سیال ته بلنه ورکړه چې د روان کال په اپرېل میاشت کې اندونیزیا ته سفر وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مخکې تر دې د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د علماوو د ګدې کمېټې د جوړولو او د افغانستان د سولې له پروسې سره له همکارۍ ملاتړ کړی دی.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG