د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

هېواد: د بلخ لانجه دې نوره نه اوږدېږي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د بلخ ولایت پر سر د ارګ او عطا محمد نور د لانجې په اړه لیکلي دي.

ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، سپينې ماڼۍ د یادې موضوع په تړاو یوه خبرپاڼه خپره کړې چې په کې راغلي، افغان حکومت باید د بلخ ولایت پر سر له عطا محمد نور سره راولاړه شوې لانجه له سوله ییزې لارې حل کړي او مقابل لوری هم باید ملي ګټو ته پر شخصي ګټو ترجیع ورکړي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې په دا شان یو حالت کې اوس په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد هم کابل ته راغلی او ویل کېږي چې په یاده قضیه کې به پښه مخته کوي او په یو ډول به دا قضیه د ارګ په ګټه تماموي.

ورځپاڼه په دې تړاو په انتقاد سره لیکلي، امریکا باید اجازه ورکړي چې په دغه مسئله کې عدالت ټینګ شي او اجازه دې ورکړي چې په دغه مسئله کې د دې خاورې د ټولو ډلو، ګوندونو او ټولنو حقونو مراعات شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، د بلخ لانجه دې نوره نه اوږدېږي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، افغان ولسمشر د ښاغلي نور استعفا منلې او نوموړي ته ښايي چې واک نوي والي ته وسپاري، د قانون له مخې دا د ولسمشر صلاحیت دی چې د والی لا څه، ان د کابینې د غړیو د لېرې کولو، ادلون او بدلون په اړه هر وخت چې وي تصمیم ونیسي.

په ورځپاڼه کې راغلي، د عطا محمد نور له خوا د لانجې ژورول قانوني سرغړونه او بغاوت دی او دا هم ویل شوي چې دا بغاوت د طالب او ترهګرۍ د بغاوت په څېر دی چې باید مخنیوی یې وشي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د راپورونو له مخې د عطا محمد نور لاسلیک لا هم په دولتي ادارو کې چلېږي.

په مطلب کې راغلي، ښاغلي نور د ورځې په لسګونه غوښتنلیکونه لاسلیکوي او هره ورځ دفتر ته ځي.

د مطلب لیکوال د بلخ د پوهنې د ریاست د سرپرست په حواله لیکلي، د مرکز لانجه په هغوی پورې اړه لري، موږ دلته د ولایت د مقام تر صلاحیت لاندې یو او خپلې ټولې چارې د بلخ د والي عطا محمد نور د لارښونو له مخې تر سره کوو.

په مطلب کې راغلي، دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي و چې د ښاغلي نور لاسلیک نور اعتبار نه لري.

XS
SM
MD
LG