د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

کابل پولیس: په ټولنیزو رسنیو کې د کابل د امنیتي وضعیت په اړه خبرداری، ناسم دی


په داسې حال کې چې په کابل کې وروستیو خونړیو پېښو د دې ښار خلک اندېښمن کړي د کابل پولیس وايي، د ښار د امنيت لپاره امنيتي ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال حق‌نواز حقيار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، په کابل ښار کې امنيتي ګواښونه موجود دي، خو دا په دې کچه نه چې د خلکو ورځني کارونه اغېزمن کړي.

ښاغلی حقيار وايي، هغه اندېښنې چې په دې وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې د کابل د امنيتي وضعيت په اړه خپرېږي، ناسمې دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال حق‌نواز حقيار
د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال حق‌نواز حقيار

حقیار زیاتوي:

"د کابل پولیس د نورو امنیتي ارګانونو سره په شریکه په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي، د کشفي او استخباراتي ارګانونو په ګډون زموږ امنیتي ځواکونه د تیارسی په حال کې دي. دښمن تل له هر ډول تاکتیکونو نه ګټه اخلي او اخېستې يې ده، خو موږ احضارات لرو او کومه ستونزه به نه‌پېښيږي."

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې له وروستیو خونړیو حملو په ځانګړي ډول د کورنیو چارو پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه د جمهوریت روغتون مخې ته تر خونړۍ حملې وروسته چې له ۱۰۰ ډېر کسان په‌کې ووژل شول او نږدې ۲۳۵ نور په‌کې ټپيان شول، د خلکو ګڼه ګونه کمه شوې ده.

د کابل په موټر بم چاودنه کې لا هم یو شمېر کسان لادرکه دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00

له دې حملې وروسته په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېس‌بوک کې د خبرداري په دود یو شمېر لیکنې خپرې شوي چې د کابل ښار یو شمېر سیمې له جدي ګواښ سره مخ دي چې دې کار یو شمېر کابل ښاریان اندېښمن کړي دي.

د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي وايي:

"زما نوم جمعه خان هم‎راز دی، اوس په کابل کې ژوند کوم، امنیتي حالات بیخې سخت دي، هره ورځ ګورو چې خونړۍ چاودنې کېږي او خلک وژل کېږي."

"زه راحله جعفري یم، کوم حالت چې اوس واکمن دی او د خلکو په منځ کې چې کومه وېره موجوده ده، دې ته په کتو موږ په بحران کې یو او اوسنیو شرایطو سخته اندېښمنه کړې یم."

خو روان وضعیت او امنیتي اندېښنې څومره جدي دي او په خلکو څه منفي اغېزې لري؟

د امنیتي چارو افغان کارپوه محمدا ګل مجاهد یې په اړه وايي، که روان وضعیت ته رسېدنه ونه‌شي ستونزې به لا ډېرې شي.

د کابل پولیس ډاډ ورکوي چې د ښار د امنیت لپاره لازم تياری نیول شوی.

د ده په خبره افغان حکومت او په ځانګړي ډول امنیتي ارګانونه باید له هرې ممکنې لارې په استفادې سره د کابل او نورو ښارونو امنیت ټینګ او خلک بې‌وېرې خپل عادي ژوند ته وروګرځوي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG