د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

ملي ارمان: افغان جګړه د پاکستاني جنرالانو لپاره عایداتي سرچینه ده


په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن تر ډېره پر پاکستان د امریکا له‎خوا مخ په زیاتېدونکو فشارونو او همداراز د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ د اړیکو پر موجوده حالت بحثونه کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې د افغانستان موجوده جګړه د پاکستاني جنرالانو لپاره یوه عایداتي سرچینه بللې او په یو مطلب کې یې لیکلي دي چې پاکستاني جنرالان به په دومره ساده ډول له هغې جګړې تېر نه‎شي چې د دوی جېبونو ته په میلیونونو ډالر ورغورځوي.

ورځپاڼه لیکي:

دوی به هېڅ‎کله هم د ترورېستي ډلو مشران او د هغوی پټن‎ځایونه له‎منځه یونه‌سي، بلکې هڅه‌یې دا ده چې په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

د ترورېزم د له‎منځه وړلو یوازنۍ لار د پاکستان ټکول دي.

ورځپاڼې وړاندې د افغان او پاکستاني چارواکو راتلونکې ناسته هم بې‌پایلې بللې او دا ځکه چې د ورځپاڼې په وینا د پاکستان حکومت حاضر نه‎دی چې د حقاني شبکې او طالبانو په څېر د ترورېستي ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

ورځپاڼه لیکي چې کابل ته د سفر پر مهال د پاکستاني پلاوي دا وینا چې حکومت‌یې له حقاني شبکې سره هېڅ‌راز اړیکه نه‎لري، د دې حقیقت څرګندوی دی.

ورځپاڼې موجوده حقایقو ته په اشارې لیکلي دي چې د ترورېزم د له‎منځه وړلو یوازنۍ لار د پاکستان ټکول دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي چې امریکا او ناټو په افغانستان کې د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلي دي او اوس په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت یوازنۍ لار له اسلام‎اباد سره د کابل همکاري ده.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي دي چې په افغان دولت کې ځیني عناصر د سولې پلویان نه‎دي او دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ په مذاکراتو کې د ستونزو په رامنځته کولو سره روانې هڅې ننګوي.

د ورځپاڼې په وینا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې افغان ولسمشر اوس اوس پاکستان د طالبانو د مرکز په توګه یاد کړی او ویلي دي چې اسلام‎اباد د ترورېزم په خلاف په روانه مبارزه کې تر اوسه پورې هېڅ اقدام نه‎دی کړی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا پر کونړ د ډیورند کرښې له پورې غاړې راکټي حملو ته په اشارې لیکلي دي چې دغو حملو بیا د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ په خبرو خپل تور سیوری وغوړاوه.

ورځپاڼې وړاندې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي، په‎داسې حال کې چې اسلام‎اباد د امریکا له فشارونو او پوځي ګواښونو د خپل هېواد د ژغورلو لپاره له افغان چارواکو سره د سوله‎ییزو خبرو لړۍ پیل کړې، خو بیا هم له خپلو ژمنو سره سره له څو ورځو راهیسې یې پر کونړ راکټي حملې پیل کړې دي.

ورځپاڼې وړاندې د ځینو سیاستوالو او کارپوهانو په حواله لیکلي دي چې د پاکستان په څېر د ترهګرو ملاتړو، مکار او درواغجنو هېوادونو سره د سولې خبرې او تګ راتګ هسې د وخت ضایع کول دي.

په افغان دولت کې ځیني عناصر د سولې پلویان نه‎دي.

ورځپاڼې د خپل بحث په پای کې سپارښتنه کړې ده، په‎کار ده چې وروسته له دې دې نړیواله ټولنه د سولې په خبرو کې د پاکستان د ژمنو د عملي کولو لپاره له دغه هېواده نړیوال ضمانتونه واخلي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې لیکلي دي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې خپلو قوماندانانو ته واک ورکړی دی چې پر افغانستان سربېره د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو پر مرکزونو بریدونه زیات کړي.

ورځپاڼې وړاندې په‎دې اړه د سپینې ماڼۍ څخه د یوې خپرې شوې خبرپاڼې په استناد لیکلي دي چې له افراطي تفکر او د امریکا د ملي ګټو ګواښوونکو ترهګرو ډلو سره مبارزه د ټرمپ د ادارې د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري.

ورځپاڼې وړاندې د یو امریکایي چارواکي په حواله لیکلي دي چې امریکا به د پاکستان اعتراضونو ته له پام پرته د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو په خوندي مرکزونو بریدونو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG