د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

د سولې وزارت: د تاوتریخوالي کمول یعنې څه؟ طالبان باید اوربند وکړي


د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي په کابل کې د سولې په اړه د یوې ناستې پر مهال
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي په کابل کې د سولې په اړه د یوې ناستې پر مهال

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمول هېڅ معنی نه‌لري او باید اوربند وکړي.

دا چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د افغان سولې په اړه خبرې اترې روانې دي او طالبانو د اوربند په ځای د تاوتریخوالي د کمولو خبرې کوي، د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا هم پر اوربند ټینګار کوي.

د دغه وزارت وزیر عبدالسلام رحیمي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د مرغومې ۲۶» کابل کې د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو په انسټټیوټ کې د یوې ناستې پر مهال وویل چې د تاوتریخوالي کمولو اندازه معلومه او مشخصه نه‌وي، دوی ته د منلو نه‌ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي

هغه زیاته کړه: "هېڅوک نه‌پوهېږي چې د تاوتریخوالي کمول یعنې څه؟ خو اوربند بیا په دې معنی چې نور (فیر) مه‌کوه! کله چې څوک ډزې یا حملې کوي، نو هغه مهال اوربند له‌منځه ځي، خو د تاوتریخوالي کمول هېڅ مفهوم نه‌رسوي، او تر ټولو مهمه دا چې تاوتریخوالی اندازه کېږي نه چې د څه شي په مقیاس کې اوربند کېږي؟ نو ځکه خو موږ پر اوربند ټینګار کوو."

ښاغلي رحیمي دا هم وویل چې طالبان له امریکا سره د سولې خبرو اترو لپاره هېڅ تازه څه نه‌لري چې مېز ته‌یې د بحث لپاره وړاندې کړي.

د رحیمي په خبره، افغان حکومت د سولې لپاره ټولې دروازې پرانیستې دي، خو د نظام د بقا په قیمت نه!

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغان حکومت د دغو څرګندونو په ځواب کې وویل چې دا مهال دوی له امریکایانو سره مخ دي او د افغان حکومت هېڅ یو غړی په دې برخه کې دوی ته لارښوونه نه‌شي کولای.

بل‌خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي رسنیو ته په استول شوي وېډیویي پیغام کې ویلي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمولو چمتووالی د سولې په برخه یو پرمختګ دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

هغه زیاته کړې: "سوله د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره مهمه ده او دواړه هېوادونه ورته اړتیا لري، نن په دې برخه کې یو ښه پرمختګ شوی دی، طالبانو چمتووالی ښوولی او د تاوتریخوالي د کمولو کومه غوښتنه چې شوې وه طالبانو ورته چمتووالی ښکاره کړی دی، زه فکر کوم چې دا د سولې د مذاکراتو د هوکړې په لور یو ستر ګام دی."

قریشي په خپله دغه یوه دقیقه‌یي وېډیو کې دا هم ویلي چې د افغانستان سوله به په ټوله سیمه کې ثبات رامنځته کړي.

همداراز افغان سیاستوال او د "دولت جوړوونکي" ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح بیا په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د تاوتریخوالي کمول د جګړې او سولې په قاموس کې نوې خبره ده، په دې معنی چې طالبان د زیاتو وګړو پر ځای ځيني کسان وژني او په اوونۍ کې د څو تنو پر ځای یو ښار بمبار کوي، انسان وژنه دې بنده کړای شي!"

افغان سیاستوال امرالله صالح
افغان سیاستوال امرالله صالح

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ په قطر کې ۱۰ پړاوه خبرې وشوې.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ازادي راډيو ته وړاندې ویلي چې د دوی او امریکایانو ترمنځ د سولې توافق‌نامه بشپړه شوې او یوازې لاسلیک ته پاتې ده.

XS
SM
MD
LG