د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

ازاد: افغان حکومت او «م.م» پر افغان خاوره د پاکستان راکټي حملې څېړي


افغان ولسمشر له ملګرو ملتونو په جدي توګه غوښتي چې پر افغان خاورې د پاکستان د راکټي حملو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

پر افغان خاوره د پاکستان له لورې د راکټي حملو د مخینوي غوښتنه کومه تازه خبره نه ده خو ښايي دا لومړی ځل وي چې ولسمشر غني له ملګرو ملتونو دې مسئلې ته د جدي پام غوښتنه کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد وايي، ولسمشر غني تېره ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازي تدامیچي یاماموتو سره په کتنه کې دغه غوښتنه مطرح کړې ده.

ښاغلي ازاد د زیاتو جزئیاتو له ورکولو پرته د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ډېر ژر به د افغان حکومت او ملګرو ملتونو ګډ ټیمونه په دې برخه کې کار پیل کړي.

نجیب الله ازاد
نجیب الله ازاد

نوموړي زیاته کړه:

"جمهور رئیس په ټینګار سره وویل او له ملګرو ملتونو یې په دې برخه کې د جدي پام غوښتنه وکړه او په دې اړه به د افغان حکومت او ملګرو ملتونو ګډ کاري ټیم یا ټیمونه جوړ شي او دوی به په عاجله توګه نه یوازې دا چې ستونزې وڅېړي بلکې د حل پر لارو چارو به هم کار وکړي."

له تېرو شااوخوا شپږو کلونو راهیسې پر افغان خاورې د ډیورند د کرښې له اخوا ګڼ راکټي بریدونه شوي چې لسګونه ولسي افغانانو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د کونړ اوسېدونکي: پاکستان پر سرکاڼو بمبار او راکټي حملې کړي

مستغني: د پاکستان توغندیزې حملو دوام به اړیکې لا ترینګلي کړي

د افغان حکومت د بېلابېلو چارواکو له ادعاوو سره سره پاکستان بیا وايي چې د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د وسله والو ډلو موجودیت دغه سیمې نا امنه کړي دي او د ډیورند کرښې دې غاړې ته د حملو خبره نه مني.

څه موده وړاندې په ملګرو متلونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل هم پر افغان خاورې د پاکستان د راکټي بریدونو په اړه د افغانستان اندېښنه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې مطرح کړه.

دا چې ملګري ملتونه پر افغان خاورې د پاکستان له لورې د راکټي بریدونو د مخنیوي لپاره څه اقدامات کولای شي همدغه پوښتنه مو د سیاسي چارو له کارپوه فاروق اعظم څخه وکړه.

فاروق اعظم
فاروق اعظم

نوموړي وویل:

"ډاکټر اشرف غني چې کومه خبرې کړې که جدي ونیول شي ښه به وي خو تر اوسه د دغې موضوع نظامي اړخ خو لا پرېږده چې په بشري حد کې هم دومره جدي نه ده نیول شوې."

د ښاغلي اعظم په خبره د ډیورند کرښې په اوږدو کې نا امنۍ او د وسله والو ډلو موجودیت د ډیورند کرښې په هاغه غاړه کې پاکستاني ځواکونو ته دا بهانه په لاس ورکړې چې بریدونه دوی نه بلکې د وسله والو له لورې کېږي.

نوموړی وايي، که څه هم ډېره تمه نه کېږي چې ملګري ملتونه دې د ډیورند د کرښې له هاغې غاړې د پاکستان ځواکونو د راکټي بریدونو د مخنیوي لپاره ګټور اقدامات وکړای شي خو د سیمې لپاره د امریکا د ستراتیژي عملي کول به د دغې ستونزې په حل کې مرسته وکړی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG