د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

رادمنش: د پاکستان د بریدونو ځواب کې د رهبرۍ امر ته په تمه یو


دفاع وزارت پر کونړ او ننګرهار د پاکستاني ځواکونو له لوري د راکټي بریدونو په غبرګون کې وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هر بهرني یرغل پر وړاندې له خپلې خاورې او ملي حاکمیت څخه د دفاع لپاره پوره چمتوالی لري.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د پاکستان د وروستیو توغندیزو بریدونو د مخنیوي لپاره له ډیپلوماتیکو لارو څخه هلې ځلې روانې دي خو وایي، افغان ځواکونه هم چمتو دي څو له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي.

رادمنش وايي، دوی په دې برخه کې د حکومت د رهبرۍ امر ته منتظر دي.

رادمنش: افغان ځواکونه د هېواد دفاع ته پوره چمتووالی لري.
رادمنش: افغان ځواکونه د هېواد دفاع ته پوره چمتووالی لري.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د دې په تمه یو چې د افغانستان دولت یوې پرېکړې ته ورسېږي او موږ چمتو یو چې د حکومت د رهبرۍ په امر خپل رسالت چې له هېواد څخه دفاع ده ترسره کړو."

پاکستاني ځواکونو وروسته له هغې پر افغان خاورې راکټي بریدونه پیل کړي چې په سند ایالت کې د تېرې اوونې انتحاري حملې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او پاکستان‌یې پړه په افغانستان کې پر مېشتو وسله‌والو مخالفینو واچوله.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته ویلي، له تېرې جمعې ورځې راهیسې د ډیورند فرضي کرښې هاخوا سیمو څخه پر لعل‌پورې ولسوالۍ پاکستاني ځواکونو نېږدې ۴ سوه توغندي ویشتلي چې له امله‌یې دوه ماشومان ټپیان شوي او شااوخوا دوه سوه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي دي.

ښاغلي خوګیاڼي ویلي، پاکستان په دې بریدونو سره هڅه کوي چې په ننګرهار کې د داعش پر ضد د روانو عملیاتو مخه ونیسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پاکستاني چارواکو د وروستي دریځ او په ننګرهار او کونړ کې یې د راکټي برېدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی وو.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي وايي، پاکستان غواړي له دې لارې پر افغان حکومت له سیاسي او پوځي لحاظ فشار راوړي.

د دغه کمېسیون غړی صالح محمد صالح چې اوس په کونړ کې دی وايي، د پاکستان په تازه راکټي بریدونو کې ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کونړ ولایت پر سرکاڼو ولسوالۍ توغوندي لګېدلي دي چې په‌کې ښځې او ماشومان په شهادت رسېدلي او همداراز په جلال‌اباد کې هم، پاکستان غواړي چې پر افغانستان له سیاسي او پوځي لارو فشار راولي."

پاکستان په تېرو کلونو کې هم په ځینو مواردو کې د افغانستان پر ختیځو سرحدي برخو ورته توغندیز بریدونه کړي چې تلفات او زیانونه‌یې هم رامنځته کړي دي.

د پوځي چارو یو شمېر شنونکي بیا په دې باور دي چې پاکستان په دې حملو سره هڅه کوي د هېواد په ختیځ او یو شمېر نورو سیمو کې د داعش د جنګیالیو ځای پر ځای کېدلو ته زمینه برابره کړي.

جاوید کوهستاني.
جاوید کوهستاني.

پوځي کارپوه جاوید کوهستاني وايي:

"په کونړونو او د هېواد په ختیځ کې راکټي بریدونه دې ته زمینه برابروي چې خلک له هغو سیمو څخه ووځي او داعش ځای پر ځای شي او دا کار د پاکستان د مخالفینو تر نامه لاندې ترسره کېږي، خو په حقیقت کې د دغو سیمو له تخلیې سره به له پاکستانه د داعش جنګیالي افغانستان ته اوړي او دغو سیمو کې به ځای پر ځای کېږي."

د کوهستاني په خبره افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې دقیقه پالېسي نه‌لري او د افغان چارواکو سیاستونه تر ډېره مقطعي دي، خو افغان حکومت تر دې پخوا ویلي چې له ټولو هېوادونو په ځانګړي توګه له ګاونډيو هېوادونو سره‌یې سیاست دوستانه او د متقابل درناوي پر اساس دی.

هاخوا د اجرائیه ریاست له‌خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې عبدالله عبدالله د کونړ له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدلي او ویلي یې دي چې پر افغان خاورې د پاکستان د راکټي بریدونو د درولو لپاره هڅې روانې دي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG