د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۸

افغانستان

خوګیاڼی: پاکستان د ننګرهار پر لعل‌پورې ۳۷۵ راکټي حملې کړي

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي پر لعل‌پورې ولسوالۍ باندې پرون او وړمه ورځ د پاکستان له خاورې سلګونه راکټي حملې شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل دغو راکټي حملو خلک ټپیان کړي او تاوان‌یې اړولی خو د ده په خبره د ننګرهار چارواکي او امنیتي ځواکونه د دفاع لپاره پوره چمتووالی لري او د لوړپوړو مقاماتو د امر په تمه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"له تېرو دوو ورځو راهیسې د ننګرهار پر لعل‌پورې ولسوالۍ د ډیورند کرښې هاخوا نه شاوخوا ۳۷۵ راکټي او نور توغندیز بریدونه شوي دي، ماشومان او ځیني نور خلک ټپيان شوي دي، ننګرهار کې مېشت منسوبین او چارواکي هر وخت د هر ډول ځواب چمتووالی لري."

د ننګرهار په دې سرحدي ولسوالۍ راکټي حملې داسې وخت پيل شوي چې پاکستاني چارواکو په سند او لاهور کې د وروستیو حملو پړه د هغوی په خبره په افغانستان کې پر مېشتو مخالفینو اچولې او د غچ اخیستو اعلان‌یې کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د پاکستاني چارواکو د وروستي دریځ او په لعل‌پورې او نورو ختیځو برخو د راکټي برېدونو په غبرګون‌یې د جمعې په ورځ د پاکستان سفیر ابرار حسین احضار کړی و.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

سبا ماښام د هند او افغانستان دویمه شل اووریزه لوبه کېږي

راشدخان له فیلډینګه ناخوښه دی - لومړۍ لوبه د هند او افغانستان تر منځ
راشدخان له فیلډینګه ناخوښه دی - لومړۍ لوبه د هند او افغانستان تر منځ

د افغانستان او هند د کرکټ ملي ټیمونه به سه شنبه ماښام خپله دویمه شل اوریزه لوبه وکړي.

افغان ټیم په لومړۍ لوبه کې یکشنبه ماښام له هنده ماته ومنله.

دا لوبه چې په نوې ډهلي کې وشوه افغان لوبغاړو د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه خو دفاع یې ونه کړای شوه او هند په ۱۴ اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو هدف ته ورسېد.

د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي ۶۴ او محمد نبي ۳۳ منډې وکړې خو نور اکثر لوبغاړي په ډېرو کمو منډو اوټ شول.

د هند پیلیز لوبغاړي ابیشک شرما بیا په ۳۲ توپونو ۸۲ چټکې منډې وکړې.

د ایران د نوي تعلیمي کال په درشل کې د افغان کډوالو ماشومانو ستونزې

د ایران یو لومړنی ښوونځی
د ایران یو لومړنی ښوونځی

په ایران کې د نوي تعلیمي کال د پيل په درشل کې د افغان ماشومانو د نوملیکنې په پروسو کې پیچلتیا افغان کډوال اندېښمن کړي.

د ایران نوی ښوونیز کال څه باندې یوه اوونۍ وروسته د تلې/میزان په لومړۍ پیلېږي.

د راپورونو له مخې د ایران اکثر ښوونځي د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې له معتبر معرفي‌لیک پرته د افغان ماشومانو نوملیکنه نه کوي.

په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د راپور له مخې تېر کال لږ تر لږه څلور لکه افغان او عراقي ماشومان هلته په ابتدایه او متوسطه ښوونځیو کې شامل شوي و.

ایران لا هم د څه باندې څلورو میلیونو افغانانو کوربه دی چې نږدې یو نیم میلیون یې اسناد نه لري.

اخوا د ځینو راپورونو له مخې چې ایراني چارواکو یې د څېړلو خبر هم ورکړی د ایران ځینو ښوونځیو د مرستې او د لګښتونو په نوم له کډوالو ماشومانو د لسو میلیونو تومانو غوښتنه کړې ده.

داوود سرخوش وایي په سرطان اخته و خو اوس ښه شوی

داوود سرخوش یوه کنسرټ کې
داوود سرخوش یوه کنسرټ کې

افغان وتلی سندرغاړی داوود سرخوش وایي چې په سرطان ناروغۍ اخته و او اوس بېرته ښه شوی دی.

ښاغلي سرخوش په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په شپه خپره شوې ویلي چې تر شاوخوا دوو کلونو سختو درملنو وروسته اوس ښه شوی او غواړي خپل هنري فعالیتونه بېرته پیل کړي.

داوود سرخوش چې له کلونو په اروپا کې اوسیږي په بیلابیلو هېوادونو کې لسګونه کنسرټونه اجرا کړي.

ده په ۱۹۹۸ کال کې د «سرزمین من» سندرې سره چې د ده د لومړي البوم وه د لکونو افغانانو په منځ کې خاص شهرت پيدا کړ.

ایران کې څلور افغان کډوال مړه او ۵ نور سخت ژوبل شوي

ایران کې یوه ټرافیکي پېښه - انځور پخوانی دی
ایران کې یوه ټرافیکي پېښه - انځور پخوانی دی

په ایران کې د یوې مرګوني ټرافیکي پېښې په نتیجه کې لږ تر لږه څلور افغانان وژل شوي او پنځه نور سخت ژوبل دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې شنبه ناوخته د یاسوج – اصفهان په لویه لار یو وړوکی مسافروړونکی موټر له یوه باروړونکي موټر سره لګېدلی.
د راپور په اساس څلورو افغانانو د پېښې په ځای کې ساه ورکړې او پنځه نور ژوبل دي چې د دوو وضعیت ښه نه دی.

چارواکو ویلي چې د انسانانو قاچاقبران اکثر په بېړه او بې احتیاطۍ له خطرناکو لارو تګ راتګ کوي چې داسې مرګونې پېښې رامنځته کېږي.

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي

د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګه وايي، په افغانستان کې د ښوونځي د عمر شاوخوا نیمايي ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي او شمېر یې میلیونونو ته رسېږي.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ، (د سنبلې په ۲۲مه) په ایکسپاڼه کې په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، په دغو ماشومانو کې شاوخوا یو میلیون نجونې دي چې د طالبانو حکومت د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو محدودیتونو له امله ښوونځیو ته له تلو بې برخې شوې دي.

د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګې زیاته کړې چې ګڼ شمېر نور ماشومان هم د ښوونځیو د لارو د اوږدوالي، د ترانسپورتي او مواصلاتي لارو د نامناسب وضعیت او سختو هوايي شرایطو له امله له زده کړو بې برخې دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) هم څو ځله ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو له امله په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې د زده‌کړو له دوام څخه بې برخې شوې دي.

په درېیو میاشتو کې نژدې ۱۸۰ زره افغانان د نري رنځ لپاره معاینه شوي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او جون ترمنځ په افغانستان کې ۱۷۹ زره او ۸۴۵ کسان د نري رنځ یا توبرکلوز لپاره معاینه شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه خبرپاڼه کې، چې نن (یکشنبه) یې پر خپله ایکسپاڼه خپره کړې ده، ویلي، دا کسان د نړیوال صندوق په ملاتړ د نري رنځ د مخنیوي پروګرام له لارې معاینه شوي او د شکمنو ناروغانو لپاره د ناروغۍ د موندنې، لابراتواري ازموینو او درملنې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، دغه پروګرام په ځانګړي ډول له هغو زیانګالو خلکو سره مرسته کوي چې د بېوزلۍ، بې‌ځایه کېدو او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله له ستونزو سره مخامخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، نری رنځ په افغانستان کې یوه له جدي روغتیايي ستونزو څخه ده او د دې ناروغۍ ژر تشخیص او پر وخت درملنه د هغې د خپرېدو او مړینې د مخنیوي لپاره مهمه ده.

اروپايي ټولنې او  فاو د افغانستان د کرنې لپاره ۵ میلیون یورو ځانګړي کړل

اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د کرنې د مقاومت د پیاوړتیا لپاره د ۵ میلیون یورو په ارزښت ګډه پروژه پیل کړې ده.

په افغانستان کې د اروپايي پلاوي دفتر نن (یکشنبه) په خپله ویبپاڼه کې لیکلي، د دې پروژې له لارې به له بزګرانو او کرنیزو سوداګریزو بنسټونو سره د بازار موندنې، کرنیزو خدمتونو او نوې ټکنالوژۍ په برخو کې مرسته وشي.

په پروژه کې د شاوخوا ۲ زره هکټاره ځنګلونو او څړځایونو بیارغونه او د ښځو او سیمه‌ییزو ټولنو په مشرۍ د ۲۵۰ نیالګیو د روزنځایونو ملاتړ هم شامل دی.

د اروپايي ټولنې او FAO په وینا، د دې نوښت موخه د افغان بزګرانو د عاید زیاتول، د کلیوالو خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د افغانستان د کرنیز سکتور د مقاومت پیاوړی کول دي.

افغانستان له هند سره د کرکټ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیلوي

د افغانستان او هند د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل‌ اوریزې لوبو لړۍ د یکشنبې په ورځ د وږي په ۲۲ په نوي ډیلي کې پیلیږي.

د افغانستان په کوربه توب د دې لړۍ لومړۍ لوبه د کابل په وخت د ماښام په ۶ نیمې بجې د نوي ډیلي په راون جیټلي لوبغالي کې پیلیږي.

دواړو لوبډلو ویلي چې دغو لوبو ته یې ښه تیاری نیولی دی. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د لومړنۍ لوبې نندارې ته به له ۲۵ زره تر ۳۵ زره پورې کسان ورشي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه نورې سیالۍ د روانې سپټمبرمیاشتې په ۱۵ او ۱۷مه ترسره کېږي.

افغانستان به له دې سیالیو وروسته له بنګله ‌دېش او زیمبابوې سره هم د کرکټ په درې فارمټونو کې څو مسابقې وکړي.

یان ایګلنډ: نړیوال دې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې حضور پیاوړی کړي

د ناروې د کډوالو شورا ریس یان ایګلنډ له اروپايي، د شمالي امریکا او نورو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي او له طالب چارواکو سره تعامل وکړي. ایګلنډ د شنبې په ورځ د وږي په ۲۱ په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره تعامل د هغوی د حکومت د په رسمیت پېژندلو په معنا نه دی، بلکې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د غوښتنې او له هغوی سره د مرستو لپاره اړین دی. د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پرافغانستان د طالبانو له بیاواکمنیدو وروسته د لویدیځ اکثرو هیوادونو چې د پخواني حکومت د سیاسي او پوځي ملاتړلپاره یې په دې هیواد کې پراخ حضوردرلود، خپل سفارتونه تړلي خو د ملګروملتونو د مرستندویه ادارو له لارې یې د دې هیواد له خلکو سره د مرستو لړۍ جاري ساتلې ده. خو ایګلنډ وویل، بشري مرستندویه ادارې په افغانستان کې د بشرپالنې خدمتونو په لومړۍ کرښه کې دي او ځانونه "په بشپړه توګه یوازې" احساسوي.

د بښنې نړیوال سازمان، له پاکستاني چارواکو په هغه هیواد کې د رسنیو د دوو بې درکه شویو افغان فعالانو په اړه د څیړنې غوښتنه کړې

د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل د پاکستان له چارواکو غوښتنه کړې چې د هغو دوو افغان رسنیزو فعالانو په اړه سمدستي څیړنه وکړي چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې په هغه هیواد کې بې درکه شوي دي. د دې سازمان د جنوبي آسیا څانګې د جمعې ناوخته په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې افغان خبریال سید قاسم هاشمي او عکاس او فلم جوړونکی حامد احساس چې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پاکستان ته تښتیدلي وو، د جولای له ۴ له اسلام آباده بې درکه شوي دي. د امنیستي انټرنشنل په وینا له هغې راهیسې یې کورنۍ ندي توانیدلي چې ورسره اړیکه ټینګه کړي او د پولیسو چارواکو هم له دې ډډه کړې چې د هغوی د بې درکه کیدو دوسیه ثبت کړي. د بشري حقونو دې ډلې اندیښنه څرګنده کړې چې ښایي هغوی د جبري ورکیدنې یا خپل سرې توقیف ښکارشوي وي. د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې پاکستاني چارواکي باید سمدستي دغه قضیه وڅیړي، د هغوی برخلیک او ځای معلوم کړي او د کورنیو پوښتنو ته یې ځواب ووایي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG