د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

تورخم کې د وارداتو کمښت د ننګرهار ګمرک ۳.۵ میلیارده افغانۍ زیانمن کړی


ماليې وزارت په ولایتونو کې خپل مأمورین اړ کړي چې ولس ته حساب ورکړي.

په همدې موخه وړمه ورځ له ماليې وزارت څخه یو پلاوی ننګرهار ته راغلی و تر څو د ماليې وزارت پورې د اړوندو ادارو مسؤلین ولس ته حساب ورکړي.

د حساب ورکونې په دې غونډه کې د ننګرهار د ګمرک رئیس الهام‌الدین مظهر وویل چې سږ کال‌یې د تورخم له لارې د وارداتو د کمښت له امله درې اعشاریه پنځه میلیارده افغانۍ زیان کړی.

هغه وايي، پنځه څلوېښت سلنه صادرات هم کم شوي، خو عواید یې بیا د تېر کال په پرتله زیات دي.

دی زیاتوي:

"که چېرې موږ د تېر کال په څېر تجارت درلودای نو درې اعشاریه پنځه ميلیارده عواید به نور موږ ترلاسه کړي وی یعنې د تجارت د ټيټوالي له امله موږ درې نیم ميليارده افغانۍ تاوان کړی."

په ننګرهار کې مېشت سوداګر هم تائیدوي چې د تورخم له لارې واردات او صادرات کم شوي چې له امله‌یې د حکومت عوایدو ته زیان اوښتی.

افغان سوداګر ګل مراد وايي، د کابل-جلال‌اباد پر لاره د پیسو اخیستو خيل‌سري پاټکونه، په اړونده ادارو کې فساد او په تورخم کې د پاکستان او افغان حکومت اختلافات د سوداګرۍ د کمښت لاملونه دي.

دی زیاتوي:

"دا ولې د تورخم په لاره زموږ لارۍ نادرکه شوې اوس ټولې د خوست او ګردېز په لاره ځي افغانستان ته په هماغه اندازه مالونه راځي، خو د تورخم له لارې چې نه‌راځي دلته یوازنی لامل ترازو دی، په تورخم کې یو ترازو دی، په سرخکانو کې بل ترازو دی او په کابل کې بل ترازو او په هر ترازو کې له هر موټر نه تر لس زرو پورې پیسې اخیستل کېږي."

خو د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم‌زی چې ننګرهار ته د راغلي پلاوي مشري کوله وايي چې د نوې رهبرۍ په راتلو سره په ځینو برخو کې د اصلاحاتو په پيل کې سږ کال عواید زیات شوي او د سوداګرۍ د پياوړتیا او د ملاتړ په برخه کې تر پخوا ډېر کار شوی.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی.

ښاغلی عبدالرحیم‌زی وايي:

"هغه څلور ګامه چې حکومت پورته کړي د سوداګرو د ملاتړ تر عنوان لاندې هغه یادونه هم باید وشي زموږ د عوایدو د لوړېدو درې اساسي لاملونه دي چې لومړی اساسي لامل‌یې دا دی چې د نوې رهبرۍ په راتګ سره په ماليې وزارت کې د فساد سره جدي مبارزه شروع شوې اما دا هم نه‌وایو چې د فساد کچه به صفر ته راښکته شوي وي."

د اقتصاد پوهانو په وینا اوس‌مهال د تورخم په ښارګوټي کې داسې کوم سیسټم نه‌شته چې د صادراتو او وارداتو اندازه معلومه کړي.

دوی وايي، که دغه سیسټمونه په بندرونو کې فعاله کړي له يوې خوا به د سوداګرۍ دقیقه اندازه معلومه کړي او له بلې‌خوا به په بندرونو کې د قاچاق مخه هم ونیول شي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG