د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

سرچینه: افغان حکومت د پاکستان په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی


افغان حکومت د پاکستان د راکټي بریدونو او ددې هېواد د فضایي حریم د نقض کولو په خاطر ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ.

یوې معتبرې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت د پاکستان د تېریو له لاسه پوزې ته راغلی.

د افغان حکومت لخوا د ملګرو ملتونو د امینت شورا ته په شکایت پاڼه کې راغلي چې پاکستان د ۲۰۱۷ میلادی کال د جنوري میاشت راپه دې خوا د افغانستان په خاوره ۱۲۶۶ د توغندیو حملې کړې چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

په شکایت پاڼه کې همداراز راغلي د دغو راکټي حملو له امله ۴۵۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي.

XS
SM
MD
LG